ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کندهار له تېرو لسو ورځو راهیسې برېښنا نه لري

21 Dec 2019 - 18:25
21 Dec 2019 - 18:25

کندهار (پژواک، ۳۰ ليندۍ ۹۸): د هلمند ولایت کجکي ولسوالۍ ته پر غځېدلیو لارو د تګ راتګ پر سر د حکومت او وسله والو مخالفینو تر منځ د اختلاف له امله پر کندهار او هلمند ولایتونو برېښنا قطع شوې چې خلک یې له سختو ستونزو سره مخامخ کړي دي.

د کندهار حوزې د برېښنا رییس امان الله ایوب فاروقي پژواک خبري اژانس ته وویل، نن لسمه ورځ ده چې د هلمند په کجکي ولسوالۍ کې د یوې ستونزې له امله پر کندهار او هلمند برېښنا قطع شوې ده.

هغه زیاته کړه، کجکي ولسوالۍ ته مرکز لښکرګاه دوه لارې غځېدلي چې یوه یې د حکومت او بله یې د وسله والو مخالفینو تر ولکې لاندې ده.

دی وايي، حکومت د کجکي د برېښنا کارکوونکو ته یوه لار پرانیستې وه څو هغوی او اړوند نور کارکوونکي پر همدې لار تګ راتګ وکړي.

د ده په خبره، وسله وال طالبان د دې کار مخالفت کوي او وايي چې د برېښنا کارکوونکي باید د دوی په تر ولکې لاندې لار تګ راتګ وکړي.

فاروقي وویل، د لارې پر سر له همدې راولاړ شوي مخالفت له امله د روانې ليندۍ میاشتې په ۲۱مه د کجکي بند د برېښنا تولید په ټپه درېدلی چې له امله یې هلمند او کندهار دواړه په تیارو کې ډوب دي.

خو دی وايي، د ستونزې د حل په موخه لاس په کار شوي او له وسله والو مخالفینو سره یې د سیمې د دیني عالمانو او مخورو په وساطت خبرې پیل کړي خو لا یې پایله نه ده ورکړې.

د ده په خبره، دا چې هوا یخه او ژمی دی، د برېښنا د نشتوالي له امله خلک له سختو ستونزو سره مخامخ دي.

دی زیاتوي، اوسمهال د خلکو د ډېرو لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره په هرو ۴۸ ساعتونو کې ۲ ساعته د صنعتي پارک له جنراتورونو څخه کندهار ښار ته په نوبتي توګه برېښنا ورکول کېږي.

د کجکي ولسوالۍ یوه قومي مشر چې د منځګړو په ډله کې شامل دی او نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، پژواک اژانس ته وویل، له تېرو څو ورځو راهیسې په پر له پسې توګه د وسله والو طالبانو ځايي مشرانو ته ورغلي او د برېښنا پر ستونزه یې له هغوی سره خبرې کړي، خو هر ځل بې پایلې پای ته رسېدلي دي.

هغه زیاته کړه، حکومت کجکي بند ته غځېدلې یوه لار خلاصه کړې، څو د کجکي د برېښنا بند کار کوونکي پر همدې لار تګ راتګ وکړي، خو طالبانو بیا هغوی ته تر خپلې ولکې لاندې لار ښودلې چې پر دې لار به تګ راتګ کوي.

د ده په خبره، طالبان د حکومت او حکومت د طالبانو لار نه مني او همدا اختلاف د برېښنا د تولید د درېدو لامل شوی دی.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version