جلال اباد (پژواک، د مرغومي لومړۍ نېټه ۹۸): د ننګرهار ولايت چارواکي وايي، يو ځانمرګی یې له موټربم سره نيولی او په دې سره ياد ولایت کې د خونړۍ پېښې مخه ونيول شوه .
د ننګرهار ولايت د رسنيو له دفتره د مرغومي په لومړۍ نېټه پژواک ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، د ملي امنيت رياست له لوري د شاهد په نوم د وسله والو طالبانو غړی چې غوښتل یې د موټربم په وسيله ځانمرګی بريد وکړي، د شينوارو ولسوالۍ په مربوطاتو کې ونيول شو.
په خبرپاڼه کې همدا راز راغلي، موټربم د کابل کمپ په سيمه کې نيول شوی چې په دې سره د یوې خونړۍ پېښې مخه ونيول شوه.
د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، شاهد اصلاً د اچين ولسوالۍ اوسېدونکی دی او اوس مهال يې په شينوارو ولسوالۍ کې ژوند کاوه.
په خبرپاڼه کې يادونه شوې چې نيول شوي بريدګر پر خپل اعتراف کړی او ویلي یې دي چې د وسله والو طالبانو د افريدي غړو له لوري ځانمرګي بريد ته چمتو شوی و چې موټر يې له ده مخکې کابل کمپ ته لېږدولی و خو موخې ته له رسېدو دواړه له موټر سره ونیول شو.
شاوخوا لس ورځې مخکې هم په دغه ولايت کې امنيتي ځواکونو يو بل ځانمرګی هم له موټربم سره نيولی و چې وروسته يې رسنيو ته هم وښود.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن