ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کونړ او نورستان کې له سلګونو بې وزله کورنيو سره مرستې وشوې

24 Dec 2019 - 17:27
24 Dec 2019 - 17:27

اسعد اباد (پژواک، ٣ مرغومى ٩٨) : د کونړ او نورستان ولايتونو له سلګونو بې ځايه شويو او بې وزلو کورنيو سره د خوراکي توکو او نغدي پيسو مرسته وشوه.

د کونړ ولایت په مرکزاسعداباد کې د نا امنیوله امله بې ځایه شويو اوبې وزلو ۴۳۹  کورنیو سره نغدي او د خوراکي توکو مرسته وشوه .

د کونړ والي عبدالستار میرزکوال د مرغومي په ٣مه، د ولايت په مرکز اسعد اباد کې ٤٣٩ بې ځايه شويو کورنيو سره د مرستې پر مهال وويل، هغه کورنۍ چې د جګړو او طبعي پېښو او نورو افتونو له امله زیانمنې شوې وې پروخت يې لاس نیوی شوی او لا هم له زیانمنو شوو او اړمنو کورنیو سره د حکومتي ادارو سربېره د نړیوالو همکارو موسسو مرستې روانې دي.

هغه اړمنو کورنیو ته ډاډ ورکړ چې ولایتي اداره ژمنه ده چې ټولو اړمنو او بې ځایه شوو کورنیو سره به د خوراکي او غیر  خوراکي توکو مرستې کوي.

سرچينې وايي چې ٣٣٩ کورنيوته خوراکي توکي او ١٠٠ نورو کورنيو سره نغدي مرسته وشوه.

د رابعه ګلې په نامه يوې مېرمنې چې د خوراکي توکو مرسته يې ترلاسه کړې وه، دا يې کمه وبلله او له حکومت څخه يې د نورې مرستې غوښتنه وکړه.

د يو بل خبر له مخې، د نورستان ولایت له ولسوالیو مرکز پارون ته له راکډه شویو کورنیو سره نغدي او دنورو توکو مرسته وشوه.

د نورستان د کډوالو چارو ا مر ضیا الله وايي، دا مرستې له هغو کورنیو سره وشوې چې مرکز پارون ته د نا امنيو له امله راکډه شوې دي .

هغه زياته کړه، چې دوى نن له ٧٦ کورنيو سره مرستې وکړې چې هرې کورنۍ ته د ٢٠٠ ډالرو په ازرښت توکي ورکړل شول.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version