ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بشر حقونو کمېسيون: د امنيتي ځواکونو په ليکو کې د ماشومانو د استخدام مخنیوی شوی

25 Dec 2019 - 13:46
25 Dec 2019 - 13:46

ګردېز (پژواک، ۴ مرغومی ۹۸): په سوېل ختيځ زون کې د بشري حقونو کمېسيون وايي چې له څه مودې راهيسې د امنيتي ځواکونو په ليکو کې له اتلس کلنۍ کم عمره کسان نه دي ليدل شوي.

د ياد کمېسيون مشر نوراحمد شهيم د امنيتي ځواکونو په ليکو کې د دغه اصل پر مراعاتولو خوښ دی، خو وايي چې وسله وال طالبان لا هم په جګړو کې له ماشومانو کار اخلي.

شهيم جګړه د ټولو ستونزو او بدمرغيو بنسټيز عامل يادوي او پر سولې ټينګار کوي، خو وايي په جګړه کې د ماشومانو نه ګومارل او د ملکي خلکو خونديتوب هم مهم اصل دی.

نوموړي پژواک ته وويل: ((کومه څېړنه او څارنه چې موږ کړې، د دولتي ځواکونو په صفوفو کې نور له ماشومانو استفاده نه کېږي، اما که څه هم موږ کره ارقام او فيصدي نه لرو، خو متاسفانه د مخالفو وسله والو په ليکو کې له ماشومانو ګټه اخيستل کېږي، له هغوی هم زموږ تقاضا دا ده چې له ماشومانو په جګړه کې کار وانه خلي.))

د پکتيا ولايتي شورا ځيني غړي هم دا يو ښه ګام بولي او وايي چې وسله وال طالبان هم بايد دغه اصل مراعات کړي.

د يادې شورا مرستيال ايوب غروال وايي: ((جګړه خپله بد اخلاقه عمل دی، نو کوم اخلاقي معيار نه شي ورته ټاکل کېدی، خو بيا هم بايد ځينو مهمو اړخونو ته پام وشي. هر وخت خصوصاً په تېرو شاوخوا دوه کلونو کې د زيرسِن کسانو د جلب او جذب د مخنيوي پر مسئله د ولايتي ادارې او ولايتي شورا ډېر تاکيد و او دا چاره تر سره شوې. يو کس بايد بالغ او اتلس کلني پوره کړې وي او بيا نظامي سيستم ته داخل شي.))

دغه راز مدني فعال منور انديال په امنيتي ځواکونو کې د ماشومانو نه استخدام ښه او اړين کار بولي، خو زياتوي چې د روانې جګړې له امله ماشومان ډېر اغېزمن شوي او له خپلو حقونو محروم دي.

انديال وايي: ((ماشومانو ته د ماشومتوب حقونه ورکول هم دومره ضرور دي، لکه څومره چې ټينګار کېږي، په جګړو کې دې ورڅخه ګټه نه اخیستل کېږي. ماشومان د دې وطن راتلونکي دي، که نړيواله ټولنه او وسله وال طالبان رښتيا هم د افغانانو غوښتنو او دردونو ته پام کوي، جګړه دې ودروي.))

په ورته وخت کې د پکتيا امنيه قوماندان مل پاسوال محمدعثمان جانباز وايي د پوليسو سربېره د ملي اردو او ملي امنيت په ليکو کې هم د ماشومانو د جلب او جذب مخه نيول شوې ده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version