ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“حکومت دې په شينوارو کې له جګړو ځپلو سره د مرستو ژمنې عملي کړي”

25 Dec 2019 - 16:03
25 Dec 2019 - 16:03

جلال اباد (پژواک، ۴ مرغومی ۹۸): د ننګرهار د شينوارو زون د شپږو ولسواليو اوسېدونکي په دغه زون کې د جګړو او امنيتي ځواکونو د عملياتو له امله د ړنګ شوو ځايونو د بيارغونې په برخه کې د ولسمشر له لوري شوې ژمنې دې عملي شي.

ولسمشر ننګرهار ته د سفر پر مهال د دغو ولسواليو له خلکو سره ژمنه کړې وه چې د تېرو پنځو کلونو پر مهال د جګړو له امله دغلته ړنګې شوې مېنې، ښوونځي، جوماتونه، روغتيايي مرکزونه، سړکونه او نور عامه تاسيسات به بېرته د حکومت په بودجه رغول کېږي.

له تېرو شاوخوا پنځو کلونو راهيسې چې په دغو ولسواليو کې داعش وسله والې ډلې فعاليت درلود هم د دې ډلې د بريدونو او هم د حکومتي او حکومت پلوه ځواکونو د بمباريو او عملياتو پر مهال د شينوارو شپږ ولسوالۍ چې هسکه مېنه، غني خېل، دوربابا، نازيان، اچين او سپين غر په کې شاملې دي زيات ځپل شوې دي.

د يادو سيمو قومي مشران وايي، ولسمشر ورسره په بېلابېلو برخو کې ژمنې کړې دي خو تر اوسه ورته د ولايتي ادارې او اړوندو وزارتونو له لوري هېڅ کار نه دی شوی.

د دوی له ډلې ملک کفتر خان پژواک ته وويل، په جګړو کې د زيانمن شوو کورونو، سړکونو، جوماتونو، کلينيکونو، ښوونځيو او مدرسو جوړولو، له بېوزله کورنيو سره د مرستې، د مخابراتي شبکو ستونزو حل، د يو دارالمعلمين او روغتونو جوړولو په برخو کې ورسره ژمنې شوې خو تر اوسه يې نه دي عملي کړي.

دی وايي، ولسمشر چې کله د وروستي ځل لپاره هسکې مېنې او له هغه مخکې يې غني خېلو ولسوالۍ ته سفر کړی و، له دوی سره يې دا ژمنې کړې دي.

يو بل قومي مشر ملک عبدالصمد خان وويل، جګړو ګڼ کورونه په شپږو ولسواليو کې ړنګ کړي، ښوونځي، جوماتونه او کلېنکونه يې ځيني زيانمن او ځيني په بشپړه توګه ړنګ کړي چې ټول یې بيا رغونې ته اړتيا لري.

دی وايي، د همدغو ستونزو له امله اوس هم د شينوارو د دغو شپږو ولسواليو زرګونه کورنۍ په جلال اباد ښار او ځينو نورو سيمو کې د کډوالۍ ژوند تېروي.

په همدې حال کې د ننګرهار ولايت چارواکي وايي، یاده موضوع تر تعقيب لاندې ده او په ځينو برخو کې عملاً پروژې پيل شوې او ځينو نورو ته پلانونه  جوړ شوي دي.

د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل وايي، تېره اوونۍ هم د ولسمشرۍ ماڼۍ د چارو ادارې يو پلاوی ننګرهار ته راغلی و او دا موضوع يې تعقيب کړې ده.

هغه وايي، له ياد پلاوي سره د خلکو دا ستونزې او وړانديزونه شريک شوي چې هغوی به يې ولسمشر سره شريکې کړي.

والي زياته کړه، د شينوارو په شپږو ولسواليو کې د څلور سوه او پنځه ميليونه افغانيو په لګښت د جوماتونو، سړکونو، ښوونځيو، اوبو څاه ګانو او استنادي ديوالونو برخه کې ۱۶۸ پروژې بشپړې او تر کار لاندې او ګڼ شمېر نورې به په نوي مالي کال کې پيل شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version