ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غني: د مجاهدینو مبارزې د تاریخ په پاڼو کې په زرینو کرښو ثبت دي

27 Dec 2019 - 16:01
27 Dec 2019 - 16:01

کابل (پژواک، ۶ مرغومی ۹۸): کابل کې د یوې غونډې ویناوالو، پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد د یرغل ورځ (د مرغومي شپږمه) د تاریخ توره ورځ وبلله او د دغه یرغل پر وړاندې يې د مجاهدینو مقاومت وستایه.

نن پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد د یرغل څلوېښت کال پوره شول.

پخواني شوروي اتحاد د ۱۳۵۸ کال د مرغومي په شپږمه پر افغانستان پوځي یرغل وکړ او ببرک کارمل یې د واک پر ګدۍ کېناوه. خو د افغانستان خلکو له دغه یرغل سره سخت مقاومت وکړ او په پایله کې یې شوروي پوځیان له ماتې سره مخ او د ۱۳۶۷ کال د کب میاشتې په ۲۶مه له افغانستان څخه ایستلو ته اړ شول.

نن د ولسي جرګه د یوه غړي او پخواني جهادي قوماندان عبدالمطلب بېګ د وژل کېدو اتم کال هم پوره شو.

عبدالمطلب بېګ له نن څخه اته کاله  وړاندې تخار کې له ۱۹ نورو کسانو سره په یوه ځانمرګې برید کې ووژل شو.

 په همدی مناسبت نن کابل کې یوه غونډه جوړه شوه.

ولسمشر محمد اشرف غني په هغه پیغام کې چې نن د امنیت شورا سلاکار حمدالله محب په دغه غونډه کې ولوست، ویلي چې د بیک او افغانستان د ټولو مجاهدینو مبارزې د تاریخ په پاڼو کې په زرینو کرښو ثبت دي.   

هغه ویلي:" د شوروي اتحاد پر وړاندې د افغانانو د جهاد حقانیت موږ ته د ازادۍ درس په میراث پرېښی دی."

 ولسمشر ویلي چې مجاهدینو د شوروي یرغل پر وړاندې په خپلو قربانیو او هڅو سره د افغانستان عزت ژوندی ساتلی دی.  

له ارګ څه په خپره شوې خبرپاڼه کې هم راغلي چې د افغانستان حکومت د مجاهدینو د قربانیو او د تاریخي او جهادي ارزښتونو د ساتنې لپاره د جبل السراج ماڼۍ د جهاد موزیم په نامه نومولې ده.

پر افغانستان د شوروي د یرغل په لس کلنه دوره کې افغانستان په کنډواله بدل شو، له یو میلیون زیات افغانان ووژل شول، لسګونه زره معلول شول او په میلیونونو بهرنیو هېوادونو په تېره پاکستان او ایران ته کډې کولو ته اړ شول.

په دغه دوره کې شوروي پوځیانو ته هم درانه مالي او ځاني زیانونه واوښتل. د ځینو راپورونو له مخې، په دغو شاوخوا لسو کلونو کې۱۴۴۵۰ شوروي پوځیان  ووژل شول، ۴۹۹۸۰ نور ټپیان شول او ۳۳۰ تنه یې لادرکه شول.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version