کابل (پژواک، ۸ مرغومی ۹۸): د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، د جبل السراج د دویمې برخې فابریکې د رغیدو چارې د اقتصاد عالي شورا له لوري تاييد شوي او په دې برخه کې به ۱۷۰ میليونه امریکایي ډالر پانګونه وشي.
د کانونو او پټرولیم وزارت وياند عبدالقدير مطفي وايي، چې د پروان د جبل السراج د سمنټو پروژه د دې وزارت له لوري داوطلبۍ ته سپارل شوې وه او د مرغومې په پنځمه د اقتصاد عالي شورا له لوري تايید شوه.
هغه زياتوي:"موږ د دې پر جزيياتو نه غواړو خبرې کړو، له شرکتونو سره د خبرو په حال کې يو؛ اقتصادي عالي شورا زموږ ګزارش تاييد کړی، له شرکتونو سره زموږ خبرې په کاميابۍ سره پر مخ تللي او ډېر ژر به د قرارداد خوا ته ولاړ شو."
دی وايي، د جبل السراج د دويمې برخې فابریکې د رغېدو لپاره به خصوصي سکټور ۱۷۰ میليونه ډالر پانګونه وکړي.
د ده د معلوماتو له مخې، یاده فابریکه د ورځې د شاوخوا ۳۳۰۰ ټنو سمنټو د توليد وړتيا لري.
هغه وایی چې د درېیو کلونو په اوږدو کې به د فابریکې لپاره اساسي او بنسټيز ساختمان جوړ شي، ترڅو د تولید لپاره زمینه برابره شي.
د ده په وينا، په ۲۰۲۳ کال کې به د سمنټو عملي تولید پيل شي.
هغه وايي چې د یادې پروژې په پلي کېدو سره به ۳۰۰۰ کسانو ته په مستقیمه او غیرې مستقیمه توګه کاري فرصتونه برابر شي.
د ده په وينا، د یادې فابریکې له رغېدو سره به افغانستان تر دېرش سلنه پورې خپل د اړتيا وړ سمنټ پوره کړي.
د جبل سراج د سمنټو فابريکه، په افغانستان کې د سمنټو لومړۍ فابريکه ده چې له ١٣٣٧ لمريز کال نه تر ١٣٥٧کال پورې يې په نارمل بڼه فعاليت او اقتصادي موثريت درلود، خو له دې کلونو وروسته د توليداتو له کمښت سره مخ شوه او د اقتصادي موثريت کچه يې تر ١٣٨٣ کال پورې ورځ تر ورځې کمېده او بالاخره په ١٣٨٣ کال کې د برېښنا انرژۍ د نشتوالي له امله رکود سره مخ شوه.
د ځایي چارواکو په وینا، دا مهال د دغې فابریکې یوه برخه فعاله ده او د ورځی شاوخوا سل کڅوړې سمنټ تولیدوي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن