ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

طالبان: د اوربند په اړه دریځ به له مشرتابه سره تر مشورې وروسته په ډاګه کړو

30 Dec 2019 - 09:31
30 Dec 2019 - 09:31

کابل (پژواک، ٩ مرغومى ٩٨): که څه هم ځینو غربي رسنيو د لس ورځني اوربند خبر ورکړى، خو د طالبانو د قطر دفتر وايي چې تر اوسه يې داسې کومه پرېکړه نه ده کړې.

امريکايي خبري اژانس (اى پي) د ځينو طالب سرچينو په حواله خبر ورکړى چې د دوى مرکزي شورا له امريکا سره د لسو ورځو لپاره د اوربند پرېکړه کړې ده.

سرچينې زياته کړې، له دغه اوربند سره به امريکا وکولى شي له افغانستانه د خپلو ځواکونو د ايستلو مهالوېش اعلان کړي.

خو د طالبانو د قطر دفتر وياند سهيل شاهين د مرغومي په ٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې لا تر اوسه د اوربند موضوع معلومه نه ده.

هغه پژواک ته زیاته کړه: ((كله چې زموږ هيئت چې مشرتابه ته مو لېږلی، بېرته را ورسېږي، له هغه وروسته به خپل دريځ اعلان کړو.))

شاهين ويلي، ځينې رسنۍ د اوازو پر اساس رپوټونه خپروي چې حقیقت نه لري، البته کله چې څه وي، دوى يې حتماً له ولس او رسنيو سره شريکوي.

خو له دې مخکې بي بي سي خبر ورکړى و چې د طالبانو د قطر دفتر مشر ملا عبدالغني برادر له خپل مشرتابه او مرکزي شورا سره پر اوربند د مشورو لپاره پاکستان ته تللى دى.

سرچينې زياته کړې، ملا برادر تېره اوونۍ کويټې او بیا پېښور ښار ته تللی و او هلته یې د طالبانو له شوراګانو سره کتلي او له امريکايانو سره د لنډ مهالي اوربند په اړه يې سلا مشورې کړې دي.

خو د طالبانو وياند سهيل شاهين دا خبره رد کړې چې ګواکې ملا برادر له قطره بل چېرې تللى وي.

بلخوا په قطر کې يوې باوري سرچينې پژواک اژانس ته وويل، د پلان له مخې، د امريکا او طالبانو ترمنځ د تړون له لاسليکه لس ورځې مخکې د دواړو لورو ترمنځ لس ورځنى اوربند کېږي.

سرچينې زياته کړه چې له اوربند وروسته به تړون لاسليک شي او بيا به تر دوو درېیو اوونيو پورې د بنديانو تبادله کېږي.

ياده سرچينه وايي چې په اوږودمهال کې د ١٣٥ ورځو اوربند او تاوتريخوالي کمولو پلان دى.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version