کابل (پژواک، ۱۰ مرغومی ۹۸): په افغانستان کې له حزبي کنګړو پرته په میراثي ډول د سیاسي ګوندونو د مشر ځای ناستي د اندېښنې وړ دي او دغه اندېښنې د هېواد عدلیې وزارت مجبور کړ چې د ګوندونو قانون تعدیل کړي.
دغه راز د چارو پوهان وايي چې د ځينو سیاسي ګوندونو مشران په قدرت کې د خپلې کورنۍ او دوستانو د پایښت لپاره هڅه کوي او دغه هڅه په ډاګه کوي چې دوی د خپلو شخصي ګټو په لټه کې دي.
په افغانستان کې د سیاسي ګوندونو د جوړېدو مخینه د ډېموکراسۍ په (۱۳۴۲ څخه تر ۱۳۵۲) کلونو پورې اړه لري او په دې دوره کې یو شمېر سیاسي ګوندونه جوړ شول، خو په افغانستان کې ډېری سیاسي ګوندونه په وروستیو ۱۸ کلونو کې جوړ شوي دي.
د افغانستان د عدلیې وزارت وايي چې په یاد وزارت کې ۷۴ ګوندونه ثبت شوي دي.
د پژواک خبري اژانس د موندنو له مخې، د ګوندونو مشري لکه د اسلامي جمعیت، ملي اسلامي محاذ، جبهه ملي نجات او د افغانستان د اسلامي حرکت له پلار څخه زوی خو د اقتدار ملي ګوند کې له ورور څخه ورور ته انتقال شوې ده.
د افغانستان اسلامي جمعیت
د افغانستان د اسلامي جمعیت ګوند رییس استاد برهان الدین رباني د ۱۳۹۰ کال د وږي په ۲۹مه د کابل به وزیر اکبرخان کې په خپل کور کې په یوه ځانمرګي برید کې ووژل شو او اوس یې زوی صلاح الدین رباني د یاد ګوند ریاست پر غاړه لري.
د اسلامي جمعیت ګوند ویاند وقف حکیمي پژواک خبري اژانس ته وویل، صلاح الدین رباني د یاد ګوند د کنګرې تر جوړېدو پوې د جمعیت د رهبرۍ شورا له خوا د رییس په توګه وټاکل شو.
حکیمي په دې اړه چې ولې په تېرو شاوخوا اتو کلونو کې د کنګرې پر جوړېدو نه دي توانېدلي؟ وویل، څو ځله د څلور کلنې دورې لپاره د رییس د ټاکلو په موخه د کنګرې د ترسره کېدو هڅه وشوه خو د ځینو لاملونو له امله ترسره شوه.
نوموړي د کنګرې د نه ترسره کېدو لامل روښانه نه کړ خو ویې ویل: ((په دې ورځو کې د عمومي ناستې او کنګرې جوړېدل د رهبريۍ غړو تر منځ په جدي توګه مطرح شوي او د رهبرۍ شورا مطلق اکثریت غړي یې په ترسره کېدو ټينګار کوي.))
حکیمي په دې اړه چې که صلاح الدین رباني د کنګرې له جوړېدو سره مخالفت وکړي څه به وشي؟ وویل: ((هر څوک که وغواړي مخالفت وکړي کوم ځای ته نه رسېږي.))
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن