ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

٢٠١٩ د افغانستان کرکټ لپاره له لاسته راوړنو او لانجو ډک کال و

1 Jan 2020 - 14:56
1 Jan 2020 - 14:56

کابل (پژواک، ١١ مرغومى ٩٧): که څه هم افغانستان تېر کال د کرکټ په نړيوال جام کې ګډون کړی و، خو د ٢٠١٩ کال د افغانستان کرکټ لپاره له لانجو ډک کال و.

د کال پيل له يوه ښه خبر سره وشو، د کرکټ نړيوالې شورا اعلان وکړ چې افغانستان نېغ په نېغه د ٢٠٢٠ زېږديز کال د شل اووريز کرکټ نړيوال جام ته لاره پيدا کړه.

د ٢٠١٩ کال نړيوالې لوبې

په دغه کال کې افغانستان د يو ورځني کرکټ په نړيوال جام کې ګډون وکړ خو په لوبـډله کې د اختلافاتو له امله یې له بده مرغه ټولې نهه واړه لوبې بايلودې.

د افغانستان ملي لوبدلې په دغه کال کې له ايرلينډ، بنګله دېش، ويسټ انډيز او زمبابوې سره ټسټ، يو ورځنۍ او شل اووريزې نړيوالې لوبې هم وکړې.

په ټوله کې افغانستان په دغه کال کې ١٦ يو ورځنۍ نړيوالې لوبې وکړې چې دوه يې وګټلې، ١٤ يې بايلودې چې نهه يې په نړيوال جام کې وې.

خو په ټسټ او شل اووريزو لوبو کې بيا افغانستان ښه وځلېد؛ په درېيو ټسټ لوبو کې يې دوه له ايرلينډ او بنګله دېش څخه وګټلې او له ويسټ انډيز څخه يې بايلوده. دغه راز افغانستان په دغه کال کې لس شل اووريزې لوبې وکړې، اووه يې وګټلې او درې يې بايلودې.

اداره او لوبډله کې بدلونونه

د ٢٠١٩ زېږديز کال پر مهال د افغانستان کرکټ اداره کې هم بدلونونه رامنځته شول، لومړى عزيزالله فضلي د عمومي رييس په توګه وټاکل شو، خو تر څو مياشتو وروسته هغه له دندې لرې او پر ځاى يې فرهان يوسفزى وټاکل شو.

دغه راز په دې کال کې لومړى اسدالله خان د کرکټ بورډ اجرائيوي رييس وټاکل شو، خو څو مياشتې وروسته هغه لرې او پر ځاى يې لطف الله ستانکزى وټاکل شو.

د دغه کال په مارچ مياشت کې له نړيوال جام څخه د افغانستان کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې اصغر افغان له لوبډلمشرۍ پرې او پر ځاى يې ګلبدين نايب د يو ورځني کرکټ، راشد خان د شل اووريزو او رحمت شاه يې د ټسټ کرکټ لپاره لوبډلمشران وټاکل.

له دغو نوو ټاکنو سره د افغانستان کرکټ او لوبغاړو کې سخت اختلافات رامنځته شول او کرکټ يې له بحران سره مخ کړل، ملي لوبغاړو راشد خان او محمد نبي ټويټونه وکړل او د ګلبدين نايب سره يې خپل اختلافات څرګند کړل.

د اختلافاتو پايله دا شوه چې ملي لوبډله د کرکټ په نړيوال جام چې په انګلستان کې ترسره شوه، ښه ونه ځلېده او ټولې نهه واړه لوبې يې بايلودې، که څه هم په ځينو کې افغان لوبډلې ښه مقابله وکړه.

د خرابو لوبو ترڅنګ، د نړيوال جام په مينځ کې ملي لوبغاړى شهزاد محمدي بېرته هېواد ته ولېږل شو، چې ګواکې روغتيايي ستونزې يې درلودې، خو شهزاد کابل ته له رسېدو سره سم خبريالانو ته وويل چې روغ جوړ شوى او د يوې دسيسې له مخې له لوبډلې ايستل شوى دى.

کرکټ بورډ د دغو څرګندونو په غبرګون کې پر شهزاد يو کلن بنديز لګولى دى.

له نړيوال جام وروسته کرکټ بورډ يو ځل بيا د ملي لوبډلې کپتان يا لوبډلمشر مشر بدل کړ او د ګلبدين پر ځاى يې راشد خان وټاکه، پخوانى کپتان اصغر افغان يې مرستيال شو.

خو د ٢٠١٩ کال په وروستيو کې د افغانستان کرکټ بورډ يو ځل بيا په ملي لوبډله کې بدلونونه راوستل، راشد خان يې له کپتانۍ لرې کړ او اصغر افغان يې يو ځل بيا کپتان وټاکه چې دغه کار يو ځل بيا د اختلافاتو لامل شو.

پخواني کپتان ګلبدين نايب اعلان وکړ چې د اصغر په کپتانۍ کې نوره لوبه نه کوي، پر اصغر، راشد او نبي يې تورونه پورې کړل چې په نړيوال جام کې يې ملي خيانت کړى خو څو ورځې وروسته بیا د کرکټ بورډ مشرتابه په هلو ځلو د هغوى ترمنځ روغه جوړه وشوه.

داخلي ستونزې او لانجې:

د ٢٠١٩ کال پر مهال د افغانستان د کرکټ تر ټولو ستر مالي ملاتړ کوونکى د الکوزي شرکت د افغانستان له کرکټ بورډ سره د ميليونونو ډالرو قرارداد فسخ کړ؛ دغه شرکت ادعا کوله چې د بورډ ځينو مسوولينو ترې غير قانوني غوښتنې لرلې.

په دغه کال کې د افغانستان د کرکټ غوره ليګ تجارتي سيالۍ لغوه شوې او د کرکټ بورډ له خوا يې د فساد تورونو قضيه د څېړنې په موخه څارنوالۍ ته وړاندې شوه او دغه راز له هندي شرکت سنکسر سپورټس (SnixerSports) سره د دغه ليګ قرارداد فسخ شو.

په دغه کال کې ځينې نورې داخلي ستونزې رامنځته شوې، د ځينو زونونو مسوولين د کرکټ بورډ له خوا له دندو لرې شول او هغوى يې پر ضد لاريونونه وکړل.

د ايرلينډ کرکټ ادارې په افغانستان کې هم له افغانستان سره کېدونکې لوبې لغوه اعلان کړې.

د کرکټ شنونکي:

د کرکټ وتلى مبصر ليکوال او ژورنالېست ايمل پسرلى وايي، ۲۰۱۹ زېږديز کال د افغانستان د کرکټ لپاره له څو پلوه ښه نه وه.

هغه پژواک ته وويل: ((د بورډ د مشرتابه په کچه او د ملي لوبډلې د کپتان بدلولو خبره دومره ډېره شوه چې د کرکټ بهرنيو نړيوالو خبریالانو راسره په خبرو کې د ټوکې او ملنډو بلله.))

پسرلى وايي، له نړيوال جام مخکې او ورپسې کړنې او پرېکړې داسې ښکاره شوې چې تر لويو ملي ګټو وړې ګټې ځينو ته د ملي لوبډلې او د هېواد تر نوم يا ډېر اهميت درلود او يا دوی دغه اړخ ته اصلآ متوجه نه دي.

نوموړي زياته کړه: ((په نړيوال جام کې د ټولو لوبو د بايللو وړاندوينه ما تر جام وړاندې د ګارډين ورځپاڼې لپاره په مقاله کې کړې وه، خو د لوبو تر بايللو له دې لوبې سره د افغان مینه والو د مینې پر بایللو ډېر خواشينی شوم.))

د هغه په وينا، له بنګله دېشه د ټسټ لوبې ګټل د دغه کال د دوو ښو خبرونو له ډلې يو و، بل يې د نوراحمد، ابراهيم ځدراڼ او‌ ګوربز په څېر د درېيو نوو ستورو را برسېره کېدل وو.

ايمل پسرلى وايي، که چارې سمبال او شخصي ګټې په لویو ګټو کې ولیدل شي، نوی کال ښايي دومره مایوسوونکې نه وي.

ليکوال او ژورنالېست مطيع الله عابد هم وايي، ۲۰۱۹ د افغانستان د کرکټ مينه والو لپاره چې په کومو خوښيو، هيلو او اميدونو پيل شوی و، د هغې برعکس په خپګان، ګيلو او خوابديو سره پاى ته ورسېد.

هغه پژواک ته وويل، نړيوال جام ته د تګ وياړ، له نړیوال جام څخه بېرته راتګ کې پر ملي زيان بدل شوی و. د کپتان بدلون او له هغه سره د لوبغاړو غبرګون دواړه د کرکټ پر زيان تمام شول چې تر ننه يې بیا ثبات نه دی موندلی.

د عابد په وينا، يوه ناسمه پرېکړه پر بلې ناسالمې پرېکړې تمامېدل د کرکټ د مینه والو د خپګان لامل شوي.

دى وايي، هغه کرکټ چې د ولس کرکټ او شلو کلنو کې ګټل شوی و، په دوو میاشتو کې وبایلل شو چې بېرته را ژوندي کول به يې کلونه وغواړي. د لوبو بایللو نه زیات د مینه والو باور بايلل د دغه کال ستر زيان و.

د افغانستان د ورزشي خبريالانو د فدراسيون مشر خوشحال تايب هم پر دې اند دى چې تېر کال د افغانستان د کرکټ لپاره دومره ښه نه و.

هغه پژواک ته وويل، په تېرو کلونو کې افغان لوبډلې او ادارې په خپلو هڅو بشپړ غړيتوب او نړيوال جام ته لار ومونده او د تر بل هر وخته د افغانستان کرکټ ته د افغانانو ترڅنګ د نړيوالو پام هم ور واوښت.

خو دى زياتوي، د ٢٠١٩ نړيوال جام په سیالیو کې افغان لوبډله له تمې سره سم ونه ځلېده. لکه څنګه چې کپټان ګلبدين نايب هغه وخت د لوبغاړو د ښه نه لوبېدو او نه ملاتړ څخه شکایت درلود، په دې معنا چې لوبډله په حساس وخت کې د اختلافونو ښکار شوه.

بل پلو په ادارې کې پرله پسې بدلونونو هم خپل اغېز پر کرکټ پرېښود، دغه راز د کرکټ ډېرى مخکښ لوبغاړي او مسوولين هم له سياسي لاسوهنو څخه شکايت کوي چې دغه کار پر کرکټ ناوړه اغېز کړى دى.

د کرکټ برخې خبريال بادام احمدزى هم وايي چې تېر کال د افغانستان کرکټ لپاره بد کال و، په لوبډله کې بې اتفاقۍ او اختلافات زيات شول او مينه والو ترې لاس پر سر شول، ځينو لوبغاړو، د ادارې مشرتابه او کارکوونکو د ملي ګټو پر ځاى شخصي ګټو ته ترجيح ورکړه.

هغه پژواک ته وويل، د خلاصون لپاره هغه څه په کار دي څو نيمګړتياوې له منځه ولاړې شي، اتفاق او اتحاد راشي او د بيارغونې پرمختيايي کارونه شي. د تېر کال د خرابيو پړه نه يواځې پر لوبغاړو، بلکې پر مسوولينو او حتى په ولسمشر هم باید واچول شي چې کمزوري کسان يې په مشرتابه کې وټاکل.

د افغانستان کرکټ بورډ وياند فريد هوتک وايي چې کرکټ په نړيواله کچه، کورنۍ کچه او پرمختيايي برخو کې ډېرې لاسته راوړنې درلودلې.

هغه پژواک ته وويل، د ٢٠١٩ کال په پيل کې له ايرلينډ سره وشوې، ټسټ او ټونټي يې وګټلې، د دې ترڅنګ ١٩ کلنې الف لوبـډلې ايمرجنګ لوبډلو هم ښې لاسته راوړنې درلودې او په بهرنيو هېوادونو کې يې ښې لوبې وکړې.

Views: 4

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version