ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په ٢٠١٩ کال کې په افغانستان کې ٢٣ بهرني سرتېري وژل شوي

1 Jan 2020 - 08:24
1 Jan 2020 - 08:24

 

کابل (پژواک، ١١ مرغومى ٩٨): د ناټو ځواکونه وايي چې د ٢٠١٩ کال په اوږدو کې په افغانستان کې  ٢٣ نړيوال سرتېري وژل شوي چې ډېرى يې امريکايان دي.

په افغانستان کې د یادو ځواکونو مطبوعاتي دفتر د مرغومي په ١٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه سرتېري د افغانستان په بېلابېلو سيمو کې د امنيتي پېښو او جګړو پر مهال وژل شوي دي.

سرچينې زياته کړې چې په دغو سرتېرو کې يې ٢٠ امريکايي او درې نور د نورو هېوادونو دي، خو هويت يې نه دى په ډاګه کړى.

دا په داسې حال کې ده چې د ٢٠١٨ زېږديز کال پر مهال په افغانستان کې ١٩ نړيوال سرتېري وژل شوي وو چې ١٤ يې امريکايان وو.

خو د (تلفاتو) په نوم د يوې ويب پاڼې د معلوماتو له مخې، چې په عراق او افغانستان کې د امريکا او متحدينو د تلفاتو په اړه معلومات خپروي، په ٢٠١٩ کال کې په افغانستان کې ٢٦ نړيوال سرتېري وژل شوي چې ٢٣ يې امريکائيان دي.

د يادې پاڼې معلومات ښيي، له ٢٠٠١ زېږديز کال راهيسې په افغانستان کې ٣٥٨٥ نړيوال سرتېري وژل شوي چې ٢٤٤١ تنه يې امريکايي، ٤٥٤ تنه يې بريتانيوي او پاتې يې د ناټو اړونده نورو هېوادونو سرتېري دي.

په تېرو ١٨ کلونو کې ٢٠١٠ زېږديز کال د نړيوالو ځواکونو لپاره تر ټولو خونړى کال و، په دې کال کې ټول ٧١٠ نړيوال سرتېري ووژل شول چې ٤٩٨ يې امريکايي، ١٠٣ يې بريتانوي او پاتې ١٠٩  د نورو هېوادونو سرتېري وو.

دغه راز  په ٢٠١١ کې ٥٦٣ او په ٢٠٠٩ زېږديز کال کې ٥١ نړيوال سرتېري ووژل شول، تر ټول کم تلفات نړيوالو ځواکونو په ٢٠١٦ کال کې اوښتي وو، په دې کال کې يې يواځې ١٥ سرتېري ووژل شول چې ١٣ يې امريکايي وو.

د سياسي او نظامي چارو کارپوه محمد حسن حقيار وايي چې بهرني ځواکونه ډېرى مهال خپل تلفات پټوي، څو د خپلو هېوادونو خلک يې له تلفاتو خبر نه شي.

هغه پژواک ته وويل، څو موده مخکې امريکايي رسنيو هم خبر ورکړى و چې امريکايي مشرانو د افغانستان د جګړې په اړه خپل ولس ته ناسم معلومات ورکړي دي.

حقيار د بهرنيو ځواکونو د تلفاتو د کمېدو بل لامل په جګړه کې د افغان ځواکونو ښکېلتيا وبلله او ويې ويل چې اوس ډېرۍ جګړه افغان ځواکونه ترسره کوي، امريکايي ډېرى هوايي بريدونه ترسره کوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version