کابل (پژواک، ١٤ مرغومى ۹۸): د عامې روغتيا وزارت چارواکي وايي چې د ٢٠١٩ کال په لومړيو نهو مياشتو کې ٦٤٦ مېرمنو د زېږون پر مهال خپل ژوند له لاسه ورکړى چې د اندېښنې وړ ده.
د عامې روغتيا وزارت د روغتيايي معلوماتو اداره (اېچ، اېم، اى، اېس) برخې رييس نويد شمس د مرغومي په ١٤مه پژواک خبري اژانس ته د يوې ځانګړې مرکې په ترڅ کې وويل چې د زېږون پر مهال د مور او ماشوم د مړينو شمېره دوى له روغتونونو او ګرځنډه کلينیکونو ترلاسه کړې ده.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، د ٢٠١٩ کال له جنورۍ بیا د سپټمبر مياشتې تر وروستۍ نېټې پورې ٢٢٧ میندو په روغتونونو او ٤١٩ نورو په ګرځنده کلينيکونو کې د زېږون پر مهال خپل ژوند له لاسه ورکړى دى.
هغه وايي: ((دا يواځې هغه ارقام دي چې موږ له روغتونونو او ګرځنده کلينيکونو ترلاسه کړي خو کېداى شي ارقام تغيير وي.))
د نوموړي په وينا، دا مهال په هر سلو زرو میندو کې ٨٤ یې او په هرو زرو ماشومانو کې ١٩ يې د زېږون پر مهال خپل ژوند له لاسه ورکوي.
ده زياته کړه چې په هېواد کې د نا امنۍ له امله په ټولو سيمو کې روغتيايي مرکزونه نه لري، نو نه شي کولاى چې مور او ماشوم د مړينې کره ارقام وړاندې کړي.
هغه وويل: ((ډېر روغتونونه او صحي مرکزونه د دې لپاره چې ملامت نه شي، د زېږون پرمهال د مور او ماشوم د مړينې ارقام له موږ سره نه شريکوي.))
دغه راز شمس وويل چې د ٢٠١٩ کال په لومړيو نهو مياشتو کې ٨١٩٢٨٣ سالمې زېږدنې ترسره شوې دي.
بل لور ته د عامې روغتيا وزارت د اميدوارۍ برخې مشرې زليخا انوري پژواک ته وويل چې په ٢٠١٩ کال کې د مور او ماشوم د مړينې په اړه یې تر اوسه سروې نه ده کړې.
هغې وويل چې د ٢٠١٨ کال د سروې له مخې، په هر سلو زرو کې ٥٨٠ مېرمنې او په هرو زرو کې ٥٥ ماشومان د زېږون پر مهال مړه کېږي.
دې زياته کړه: ((پخوا په هر سلو زرو کې ١٦ سوه ميندو د زېږون پر مهال خپل ژوند له لاسه ورکاوه خو اوس دغه کچه ٥٨٠ ته را ټېټه شوې او امکان يې شته دى چې دغه شمېره نوره هم راټيټه شي.))
د نوموړې په وينا، دا مهال ٦٠ سلنه مېرمنې د زېږون پر مهال روغتيايي خدمتونو ته لاسرسى لري او پاتې نورې يې نه لري.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن