ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې د امنيتي ساحې له پراختيا سره مرستندوی فعاليتونه ډېر شوي

6 Jan 2020 - 15:55
6 Jan 2020 - 15:55

جلال اباد (پژواک، ۱۶ مرغومی ۹۸): د ننګرهار والي وايي، په دغه ولايت کې د امنيتي ساحو له پراختيا سره په ولسوالیو کې د مرستندويه ادارو فعاليتونه پراخ شوي چې بېرته خپلو سيمو ته د خلکو پر ور ګرځېدو يې هم اغېز کړی دی.

په تېرو څو کلونو کې د دغه ولايت ګڼو ولسواليو کې طالب او داعش وسله والو د خپلمنځي نښتو او امنيتي ځواکونو د عملياتو له امله ځايي خلک ګډوال شوي چې اوس په کې امنيت تامين شوی خو د کورونو او نورو عامه تاسيساتو د خرابوالي له امله ډېرې کورنۍ بېرته لا نه دي ستنې شوې.

د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل چې د مرغومي په ۱۶مه يې په دغه ولايت کې د زون په کچه د مرستندویه ټولنو او حکومتي ادارو ترمنځ  همغږۍ غونډې ته خبرې کولې، ټينګار وکړ چې ولسواليو ته د موسساتو کارونه پراخ شوي دي.

دی وايي، په دې غونډه کې پر دې بحثونه وشول چې څرنګه د مرستندويو او حکومتي ادارو ترمنځ هعمغږي رامنځته شي څو  فعاليتونه یې د خلکو په ګټه تمام شي.

والي وزياته کړه: ((لومړی بايد حکومت او ولس په ګډه ستونزې پيدا کړي، پروژې پلان کړي او وروسته چې مرستندويې ادارې همکاري کوي، نو همدغه پروژې به پلې کېږي چې د پيسو د بې ځايه مصرف مخنيوی به هم کېږي او متوازن انکشاف به هم رامنځته کېږي.))

مياخېل وويل، په دې وروستيو کې د دغه ولايت مختلفو سيمو کې ګډو ځواکونو پراخ عمليات ترسره کړل چې له امله يې امنيتي ساحې پراخې شوې او اوس په ولسواليو کې د مرستندويه ادارو فعاليتونه هم پراخ شول.

په ورته وخت کې د لغمان مرستيال والي شاهزاده مظلوم يار هم هيله وښوده چې د مرستندويه او حکومتي ادارو ترمنځ د اړيکو پراختيا او همغږي کولی شي چې د خلکو ستونزې پر وخت حل کړي.

دغه راز د کونړ ولايت مستوفي طاهر ساپی هم پر دې باور دی چې دا ډول همغږي کولی شي د پيسو د بې ځايه لګښت مخه ونيسي او د يو ولايت ټولو سيمو ته يو شان کار وکړي.

د ننګرهار د اقتصاد رييس غلام الله افغانيار وايي، د دولتي او غير دولتي مرستندويه ادارو ترمنځ د همغږۍ دا کمېټه په ۱۳۹۶ کال کې د ولسمشر محمد اشرف غني په لارښوونه رامنځته شوې چې اوس يې هر کال د همغږۍ غونډې کېږي.

دی وایي، له دې مخکې به موسساتو پرته د حکومت له همغږۍ فعاليتونه کول چې په يوه سيمه کې به هم دولت کار کاوه او هم موسساتو خو بله سيمه به له رغنيزو پروژو او نورو مرستندويو کارونو بې برخې وه چې اوس ټولو ته يو شان خدمات رسېږي.

د يادولو ده، په ننګرهار کې ۱۷۸ مرستندويه موسسې فعاليتونه کوي چې له ډلې يې ۳۹ بهرنۍ او ځينې نړيوالې موسسې دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version