ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“هره ورځ سلګونه خلک د بېوزلۍ او بېکارۍ له امله د نیمروز له لارې ایران ته ځي”

6 Jan 2020 - 17:49
6 Jan 2020 - 17:49

زرنج (پژواک، ۱۶ مرغومي ۹۸): د نیمروز سیمه ییز مسوولین وایي چې هره ورځ شاوخوا زر کسان ددغه ولایت له لارې د کار پیداکولو په موخه ایران ته ځي او په سلګونه نور بېرته راګرځول کېږي.

د نیمروز د کډوالو چارو ریاست یوې باوري سرچینې د نوم نه خپرېدو په شرط پژواک خبري اژانس ته وویل، هره ورځ له زرو ډېر کسان ایران ته د تګ په موخه د نیمروز له پولې تېریږي.

نوموړي زیاته کړه چې د یادو شمېرو له مخې، شاوخوا ۱۰۰ تنه یې د نیمروز ځوانان او پاتې نور یې د افغانستان له نورو ولایتونو څخه د بېکارۍ له امله له ایران ته ځي.

خو سرچینې ددې په څرګندولو چې یاد شمېر ځوانان په قاچاقي ډول افغانستان پرېږدي وویل، هره ورځ ډېری ځوانان چې د کار د پیدا کولو لپاره بهر ته ځي، بېرته هېواد ته راګرځول کېږي.

د بېوزلۍ او بېکارۍ به تړاو د ځوانانو اندېښنې

محمد صادق بلوڅ چې د نیمروز پوهنتون له کرنې پوهنځي فارغ او اوس مهال بېکاره دی، پژواک ته وویل: «موږ ډېریو لوړې زه کړې کړې دي؛ خو بېکاره یو او زموږ لپاره کاري زمینه نه ده برابره.

هغه زیاته کړه چې هره ورځ دولتي ادارو ته ورغلی؛ خو اوس هم بېکاره دی او له خپل دغه وضعیت یې سخت ځوروي.

نوموړي دې ته په اشاره چې غواړي د ویزې په ترلاسه کولو د کار لپاره ایران ته لاړ شي، وویل: «موږ اړیو چې د کار د پیداکولو په موخه له هېواده بهر لاړ شو.»

مریم چې تېر کال د نیمروز پوهنتون د ژبو او ادبیاتو له دري څانګې فارغه شوې او اوس مهال دنده نه لري وايي: «د نیمروز ډېری خلک نه غواړي لورانې یې په دولتي ادارو کې کار وکړي، یوازې غواړي چې لورانې یې ښوونکې وي او په ښوونځیو کې د ښوونکو کمی نشته.»

نوموړې چې له بېکارۍ او اقتصادي  ستونزو شکایت لري زیاته کړه: «هلکان چې کار پیدا نه کړي، کولای شي ازاد کار ولري، خو نجونې ازاد کار نه شي کولای. مجبورې دي چې بېکاره پاتې شي.»

یادې دواړه سرچینې په دغه ولایت کې له سیمه ییزو ادارو غواړي چې ټولو ځوانانو په ځانګړې توګه لوستو کسانو ته د کار زمینه برابره کړي.

خو د نیمروز د کار او ټولنیزو چارو رییس احمد قریشي، پژواک ته وویل، ددې ترڅنګ چې له اړوندو بنسټونو سره د ځوانانو لپاره د کاري زمینو برابرولو په موخه ګډ کار کوي، په روان کال کې د فني او حرفوي کورسونو له لارې، ۲۰۰ کسانو ته مسلکي زده کړې ورکړل شوې او د هغوی لپاره د کار زمینه برابره شوې ده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version