ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په جلال اباد ښار کې د بيارغونې ځینې پروژې پيل شوې

7 Jan 2020 - 15:40
7 Jan 2020 - 15:40

جلال اباد (پژواک، ۱۷ مرغومی ۹۸): د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې د ولسي تړون پروګرام له لارې د ۱۳ اعشاريه ۴ ميليونه افغانيو په لګښت د يو شمېر رغنيزو پروژو پرانيسته وشوه.

چارواکې وايي، پر دغو پيسو به د ښار د اوومې ناحيې په مربوطاتو کې کوڅې، ويالې او پلچکونه ورغول شي چې نږدې دوه زره کورنيو ته به يې ګټه ورسېږي.

يادې پروژې د مرغومي په ۱۷مه د جلال اباد ښاروالۍ د مسوولينو او د سيمې د اوسېدونکو له لوري پرانيستل شوې.

د جلال اباد ښاروالۍ د اوومې ناحيې امر ميرويس ملنګ وويل، نن يې د ولسي تړون پروګرام له لارې د يادې ناحيې د لومړي ګذر شورا د کارونو پرانيسته وکړه چې ۱۳ اشاريه ۴ ميليونه افغانۍ لګښت پرې راځي.

دی وايي، په دغو کارونو کې د ويالو، کوڅو او پلچکونو رغول شامل دي چې د دې سيمې ۱۷۷۰ کورنۍ به ترې مستقيمه ګټه پورته کړي.

دغه راز په ننګرهار کې د ولسي تړون د ارزونې مسوول اکرام الله ساجد وويل چې په دې رغنيزو پروژو کې دوه زره او ۱۱۳ متره سړکونه، دوه زره او ۱۵۰متره ويالې او پلچکونه شامل دي.

هغه وايي، په دې پروژو کې به هره ورځ ۱۸۰ فني او غير فني کارګرو ته د يوه کال لپاره د کار زمينه هم برابره شي.

د جلال اباد ښاروالۍ د اوومې ناحيې د الفت مېنې د ګذر وکيل عبدالحسيب بشري وويل، د دې پروژې بله لويه موخه د همدې سيمې بې روزګاره ځوانانو ته د کار موندل او دغه راز د خلکو د ستونزو حل دی.

دی وايي، په اوسنۍ پروژه کې يو فرعي لويه لاره (کوڅه) هم جوړېږي چې پخوا به پرې خلکو ته د تګ راتګ پر مهال ډېرې ستونزې موجود وې او اوس د ټولو خلکو په ګډه غوښتنه رغول کېږي.

د سيمې يوه اوسېدونکي عبدالله سهار وويل، کوم سړک چې جوړېږي هره ورځ پرې زرګونه خلک تګ راتګ کوي او لږ تر لږه په رغېدو سره به يې په مستقيم او غير مستقيم ډول لس زره کورنيو ته ګټه ورسېږي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version