اسعداباد (پژواک، ١٧ مرغومى ٩٨): د کونړ ولایت په مرکز اسعداباد کې د لومړي ځل لپاره د ښځينه پوليسو د روزنې لپاره مرکز جوړ شو.
دا په داسې حال کې ده چې د ښځينه پوليسو د نشتوالي له امله د دغه ولايت ښځې بنديانې پخوا په ننګرهار ولايت کې ساتل کېدې.
د کونړ د امنيې قوماندانۍ د امنیت امر سمونوال محمد يوسف مظلومیار د مرغومي په ١٧مه پژواک اژانس ته وويل، د کورنيو چارو وزارت په لومړي ځل د کونړ ولایت په مرکز اسعداباد کې ښځينه پوليسو ته د روزنې يو مرکز جوړ کړ.
نوموړی زیاتوي، د دغه مرکز په جوړېدو سره به د پولیسو په لیکو کې د ښځینه پولیسو حضور زیات شي.
د امنیت امر زياته کړه، د ښځینه پولیسو دغه مرکز د کونړ امنیې قوماندانۍ کې جوړ شوى دى.
د هغه په وينا، دغه مېرمنې چې تازه د پولیسو په لیکو کې جذبېږي، په دغه مرکز کې به دوه میاشتنۍ پولیسي زده کړې او تربیه ترلاسه کوي او وروسته به خپل دندو ته ورپېژندل کېږي.
مظلومیار وايي، د پولیسو په لیکو کې د ښځینه وو ونډه او ګډون تر ډېره د جرمونو د مخنیوي په برخه کې ګټور ثابت شوي.
د امنيې قوماندانۍ د امنیت امر وویل، اوس مهال د کونړ په امنيې قومندانۍ کې شل مېرمنې د پولیسو په لیکو کې دندې پر مخ وړي.
يوې ښځينه پوليسې چې د نوم له څرګندولو يې ډډه کوله، له پژواک اژانس سره په خبرو کې خوښي وښوده چې په کونړ ولایت کې ورته د روزنې مرکز جوړ شو.
نوموړې زیاته کړه، له دې وروسته به نه اړ کېږي چې د مسلکي روزنې لپاره نورو ولایتونو ته د روزنې لپاره ولاړې شي.
نوموړې له نورو خویندو غوښتنه وکړه چې د پولیسو لیکو ته راشي او د خپلو هېوادوالو، په ځانګړې توګه د خویندو لپاره خدمت وکړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن