ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په سمنګان کې غره ښويېدنې ۱۲۰ کورونه ویجاړ کړي خو ځاني زیان نه لري

11 Jan 2020 - 16:09
11 Jan 2020 - 16:09

ابیک (پژواک، ۲۱ مرغومی ۹۸): د سمنګان د دره صوف بالا ولسوالۍ په «برج حسني» سیمه کې د غره ښویېدنې له امله د استوګني ۱۲۰ کورونه ویجاړ شوي، خو ځاني زیان یې نه دی اړولی.

د سنمګان له پېښو سره د مبارزې رییس صبغت الله سیاس د مرغومي په ۲۱مه پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه غر له اتو ورځو راهیسې په تدریجي ډول شاوخوا ۱۵۰ متره ښوېیدلی دی، څلوېښت جريبه ځمکه یې تخریب کړې او یو شمېر کورونو ته یې ګاوښ پېښ کړی دی.

د ده په خبره، دا غر د دې ولسوالۍ د دهانه تور د ډبرو سکرو کان ته څېرمه پروت دی او له غره د دې جلا شوې کتلې پوتنۍ او لاندنۍ برخو کې یو شمېر داوسېدو کورونه موجود دي.

خو د سمنګان د دره صوف بالا ولسوالۍ ولسوال احمد عالي حسني نن (د مرغومي ۲۱) پژواک خبري اژانس ته وویل چې د غره د یوې برخې ښویېدو له امله چې ۳۰۰ متره اوږدږالی او ۱۳۰ متره سور لري، شاوخوا ۱۵۰ کورونه، د یوه ښوونځي تعمیر او جومات زیانمن شوي او شاوخوا ۲۵۰ کورونه له ګواښ سره مخ دي.

هغه زیاته کړه چې د غره دغه برخه اوس هم د ښویېدو په حال کې ده او تر اوسه یې په لسګونه جريبه کرنیزه ځمکه هم زیانمنه کړې ده.

خو نوموړي زیاته کړه چې د غره دغه ښویېدنې تر اوسه چاته مرګ ژوبله نه ده اړولې او هغه کسان چې د اوسېدو کورونه یې تخریب شوي؛ له سیمې یې کوچ کړی او نږدې کلیو ته تللي دي.

ولسوال وویل چې په دغه پېښه کې زیانمنو سره د کوم بنسټ له خوا مرسته نه ده شوې او هغه پلاوی چې د پېښې څېړلو او زیانمنو سره د مرستې په موخه ټاکل شوی، د ناامنۍ او وسله والو مخالفینو له خوا د لارې تړلو له امله سیمې ته نه دی ورغلی.

د سمنګان د والي استازي او سرپرست صفت الله سمنګاني د ولسوال د خبرو په تایید سره وویل چې له ملي دفاع وزارته یې غوښتي څو ټاکل شوی پلای سیمې ته د هلیکوپترو په وسیله انتقال کړي.

نوموړي زیاته کړه چې ملي دفاع وزارت په دې اړه د مرستې ژمنه کړی؛ خو تر اوسه یې اقدام نه دی کړی.

د دره صوف بالا د ولسوال په خبره، د ۱۳۹۳ کال په وري میاشت کې هم د غره یوه برخه شاوخوا ۷۰۰ متره ښوېدلې وه؛ خو مالي او ځاني زیان یې نه درلود.

حسني وویل چې په هماغه وخت کې د جیولوژي معدن د انجنیرانو یو ټېم په دې سیمه کې د غره د یوې برخې ښویېدنې د څرنګوالی څېړلی و.

هغه زیاته کړه چې د دغه څېړنې پایله دا وه چې د یاد محل تر ځمکې لاندې اوبه موجودې دي او له دې امله چې د تلو لار نه لري، له راټولېدو وروسته په یوه خوا حرکت کوي او غره ښویېدنې لامل کېږي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version