غزني ښار (پژواک، ٢١ مرغومى ٩٨): د غزني ولايتي شورا وايي چې په دغه ولايت کې د سړې هوا له امله د دوو پوليسو په ګډون پنځه کسان مړه شوي دي.
د غزني ولايتي شورا مرستيال امان الله کامراني د مرغومي په ٢١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په تېرو څو ورځو کې د دغه ولايت په جغتو، ناهور او قره باغ ولسواليو کې د سړې هوا له امله پنځو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
هغه وايي چې په مړه شوو کې دوه يې پوليس دي.
په ورته وخت کې د غزني ولايتي روغتون مشر، ډاکتر بازمحمد همت پژواک ته وويل چې يو جسد د پنجشنبې په ورځ او دوه نور نن دوى ته انتقال شوي چې د يخنۍ له امله مړه شوي وو.
هغه وايي: ((دغه دوه کسان چې نن يې راوړي، پوډريان دي، تر اوسه يې جسدونه په شفاخانه کې دي، کورنۍ يې نه ده پيدا شوې.))
دغه راز د غزني ښار اوسېدونکي رحيم الله پژواک ته وويل چې سږ کال په غزني کې هوا ډېره سړه ده.
ده زياته کړه: ((سږ کال تاريخي يخ دى، د خلکو اقتصاد هم ډېر ښه نه دى، کېداى شي ځيني کسان مړه شوي وي.))
خو بل لور ته د غزني د والي وياند محمد عارف نوري پژواک ته وويل چې په دغه ولايت کې پنځه نه، بلکې يو کس د سړې هوا له امله مړ شوى دى.
هغه وايي: ((د قره باغ ولسوالۍ په دشته سيمه کې يو کس چې غوښتل يې کور ته ولاړ شي، لاره کې يخ وهلى او مړ شوى دى.))
د ګوګل د معلوماتو له مخې، دا مهال په غزني ولايت کې د هوا د تودوخي درجه منفي دوه ده.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن