کابل (پژواک، ٢٢ مرغومى ٩٨): د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي په لندن کې د پاکستان د پخواني لومړي وزير نوازشريف د روغتيا پوښتنه کړې ده.
نوازشريف چې د فساد په يوه قضيه کې د محکمې له خوا پر لس کاله بند محکوم شوى، په دې وروستيو کې سخت ناروغه شوى او د محکمې په اجازه له پاکستانه بهر لندن ته د درملنې لپاره لېږل شوى دى.
په ټولنيزو شبکو کې په خپرې شوې ويډيو کې ښودل کېږي چې پخوانى ولسمشر حامد کرزى چې په انګلستان کې د افغانستان سفير سيد جواد طيب يې هم ملتيا کوي، په لندن کې د نوازشريف کور ته ځي چې هلته يې د زامنو له خوا هرکلى کېږي.
کرزى له نواز سره تر ليدنې وروسته د هغه د کور مخې ته خبريالانو ته ويلي چې د خپلو وروڼو هر يو نوازشريف او شهباز شريف ليدنې او پوښتنې ته راغلى و.
هغه زياته کړې: ((د نوازشريف روغتيا اوس تر پخوا ډېره ښه ده، زه چې کله هم پاکستان ته په رسمي سفر تللى يم، نو هغه ډېر مهربانه و.))
د نوازشريف ورور او د پنجاب پخوانى مشر وزير شهباز شريف وويل چې حامد کرزى د هغه د مشر ورور نوازشريف د روغتيا پوښتنه وکړه او د پاکستان ولس ته يې خپلې نيکې پېرزوينې وړاندې کړې.
نوموړي وويل، نوازشريف هيله څرګنده کړه چې افغانستان او پاکستان ښې اړيکې ولري.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن