کابل (پژواک، ۲۹ مرغومي ۹۸): د مشرانو جرګې یوشمېر غړي د افغانستان سولې اوسنی بهیر مبهم بولي او وایي. «د تاتریخوالي کموالی» چې په اړه یې د طالبانو او امریکا ترمنځ خبرې روانې دي، حقوقي او عملي اړخ نه لري.
له شاوخوا یوه کال راهیسې د طالبانو او امریکایي استازو ترمنځ په وقفه یي ډول د سولې خبرې روانې دي او دا چې په دغو خبرو کې د پرمختګ په اړه راپورونه خپاره شول، تراوسه نهايي موافقې ته نه دي رسېدلې.
تازه راپورونه وایي چې طالبانو د تاوتریخوالي په کمښت موافقه کړې؛ خو د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي پرون وویل چې د اوربند او تاوتریخوالي د کمېدو په اړه پرمختګ نه دی شوی او که طالبان د اوربند وړاندیز ونه مني، د سولې هڅې به بې پایلې وي.
د مشرنو جرګې د نن ورځې په ناسته کې د سولې او تاوتریخوالي کمېدو په اړه خبرې وشوې.
د یادې جرګې غړي حسیب الله کلیمزي وردګ وویل: «د تاوتریخوالي د کمښت لپاره مشخص تعریف نشته، اوس مهال خو ژمی دی او په ژمي کې خو خامخا تاوتریخوالی کمیږي، اندېښمن یو چې د تاوتریخوالي په نوم د طالبانو ډله معافیت پیدا نه کړي او د جګړې د دوام لپاره لوجیسټکي تیاری ونه نیسي.»
نوموړي زیاته کړه چې د تاوتریخوالي کمښت عملي او حقوقي اړخ نه لري او د سولې خبرو پیل لپاره، باید دایمي یا حد اقل له درېیو تر شپږو میاشتو اوربند تامین شي؛ څو دواړه لوري او د افغانستان خلک په دغه بهیر باور وکړي.
په یاده جرګه کې د فراه د خلکو استازي ګل احمد اعظمي هم د تاوتریخوالي د کمېدو پرېکړې په اړه ورته نظر درلود؛ خو ويې ویل چې د سولې بهير مبهم دی او دغه وضعیت خلک اندېښمن کړي دي.
د مشرانو جرګې منشي عبدالله فرلق وویل: «د خليلزاد د يوې مياشتې تر انتظار وروسته د طالبانو ځواب، د امريکا لپاره، یو ډول مسخره، فرېب او د افغانستان خلکو ته دوکه ورکول دي، د تاوتریخوالي اووه ورځې کمېدل د یوې موافقتنامې لاسليک کول ارزښت نه لري؛ ځکه د تاوتریخوالي کمښت هېڅ مفهوم او معنا نه لري»
نوموړي زیاته کړه، ترڅو چې د سولې خبرو لپاره اوربند تامین نه شي، د تاوتریخوالي کمېدل د سولې په بهیر کې هېڅ ډول بدلون نه شي راوستلای.
د جرګې یوشمېر نورو غړو هم ورته نظرونه درلودل.
د مشرانو جرګې لومړي نایب محمد علم ایزدیار چې د دغې جرګې د نننۍ ناستې مشري یې کوله، د افغانستان د سولې اجنډا په نه روڼتیا یې نیوکه یې وکړه او ويې ویل چې تراوسه د افغانستان حکومت د يوه اړخ په توګه د سولې له بهیره خبر نه لري او امریکا باید ټول جزئیات له افغان دولت او خلکو سره شریک کړي.
نوموړي زیاته کړه: «د تاوتریخوالي کمښت په اصطلاح کې حقوقي او قانوني نه دی تعریف شوی او نه شي کولای د خلکو غوښتنې پوره کړي؛ د دواړو لوریو د باور لپاره ښه دا ده چې اوربند تامین او بین الافغاني خبرې پیل شي؛ ځکه دواړه لوري پر یوبل باور نه لري او سرتاسري اوربند کولای شي په هېواد کې د رښتینې سولې د ټینګښت لامل شي.»
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن