ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غزني کې له بېځایه شوو سلګونو کورنیو سره نغدي مرسته کېږي

22 Jan 2020 - 16:09
22 Jan 2020 - 16:09

غزني ښار (پژواک، ٢ سلواغه ٩٨): د غزني د کډوالو چارو رياست وايي چې په دغه ولايت کې له زرګونو بېځايه شوو کورنيو سره د نغدي مرستو لړۍ يې پيل کړې ده.

بل لور ته بېځايه شوي وايي چې د ژمي په دغه ساړه موسم کې له سختو ستونزو سره مخ دي، بايد مرستې ورسره وشي.

د يادو بېځايه شوو کډوالو له ډلې نصرالله پژواک ته وويل چې د کونړ په دانګام ولسوالۍ کې د پرله پسې جګړو له امله يې کډه غزني ولايت ته راوړې ده.

هغه وايي: ((ټوله ورځ ښار کې ګرځم، کباړ اخلم هغه بېرته خرڅوم، ايله پنځوس يا شپېته روپۍ راته کېږي چې په دې هېڅ هم نه کېږي.))

دغه راز د بې بې ګلې په نوم د يوې بېځايه شوې کورنۍ غړې پژواک ته وويل چې د غزني د اندړو ولسوالۍ اوسېدونکې ده او خاوند يې د پاڅون کوونکو په ډله کې وژل شوى دى.

هغې وويل: ((د کور سرپرستي مې يو نهه کلن زوى کوي، زه د خلکو کالي کنډم خو په دې مو هېڅ ګوزاره نه کېږي.))

يو شمېر نورو کډوالو هم ورته څرګندونې وکړې او له حکومته يې غوښتنه وکړه چې له دوى سره اړينې مرستې ترسره کړي.

همدارنګه په غزني ښار کې مدني فعال احسان الله احسان پژواک ته وويل چې بېځايه شوي په دغه ولايت کې له سختو ستونزو سره مخ دي.

ده ټينګار وکړ چې حکومت بايد د جګړو له امله د بېځايو شوو کورنيو غړو ته د کار زمينه برابره کړي څو له ستونزو خلاص شي.

د اړوندې موضوع په اړه د غزني د کډوالو  چارو رييس عبدالخالق احمدي پژواک ته وويل چې په تېرو څو مياشتو کې په دغه ولايت کې د جګړو له امله ٢٧٠٠ کورنۍ بېځايه شوې دي.

هغه زياته کړه: ((موږ چې سروې کړې، د نورو کلونو له بېځايه شوو سره ٢٨٠٠ کورنۍ جدي مرستو ته اړتيا لري.))

ده وويل چې له يادو کورنيو سره يې د مرستې لړۍ پيل کړې او په ترڅ کې یې نن له دوو سوو کورنيو سره مرستې شوې دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version