ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لاریون کوونکي: د تاوتریخوالي کمول معنا نه لري باید اوربند وشي

25 Jan 2020 - 18:27
25 Jan 2020 - 18:27

کندهار (پژواک، ۵ سلواغه ۹۸): د کندهار لسګونو اوسېدونکو د لاریون په کولو د سولې د روانو خبرو په لړ کې د تاوتریخوالي کمولو پر ځای د اوربند غوښتنه وکړه.

دغه لاریون د سولې ولسي حرکت له خوا جوړ شوی وو چې د کندهار ښار سلګونو اوسېدونکو ګډون په کې کړی وو.

لاریون کوونکي د اوربند او سولې د شعارونو په بدرګه د کندهار ښار پر بېلابېلو واټونو وګرځېدل او له خلکو یې غوښتنه کوله چې را پاڅي او په یووالي د سولې غږ بدرګه کړي.

د سولې ولسي حرکت ویاند بسم الله وطندوست پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه حرکت تېر کال د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د اوربند او سولې لپاره پلي تګونه وکړل او اوس یې د همدې موخې لپاره د لاریونونو او موټریزو کاروانونو لړۍ پيل کړې ده.

هغه زیاته کړه، د سولې ولسي حرکت څو ورځې وړاندې له هلمند څخه نیمروز، فراه، هرات او اروزګان ولایتونو ته لاړل او هلته یې لاریونونه جوړ کړل چې په دې لړ کې نن کندهار ولایت ته راغلي دي.

نوموړي دغه راز یادونه وکړه چې بل موټریز کاروان نن د  شمالي ولایتونو پر لور حرکت وکړ، څو هلته هم ورته لاریونونه وکړي.

هغه وویل، د ننني لاریون موخه د اوربند او سولې غوښتل دي.

دی وايي، د سولې د روانو مذاکراتو په لړ کې د تاوتریخوالي پر کمولو موافقه شوې چې دا ولس ته د منلو نه ده او پر ځای یې د اوربند غوښتونکي دي.

د ده په خبره، د تاوتریخوالي کمول هیڅ تعریف نه لري، بیا به هم افغان وژنه روانه وي؛ که سولې ته اراده رښتینې وي، نو باید اوربند وشي.

د لاریون یوه برخه وال او مدني فعال منور واحدي پژواک خبري اژانس ته وویل، تر هر څه وړاندې باید اوربند وشي او بیا د سولې خبرې دوام وکړي.

د ده په باور، له اوربند پرته د سولې خبرې هیڅ معنا نه لري.

ده زیاته کړه، نن د همدغو غوښتنو په لړ کې راوتلي څو د کندهار ښار په کوڅه کوڅه وګرځي، څو خلک راپاڅوي او له دوی سره یو ځای د اوربند او سولې غوښتو غږ بدرګه کړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version