ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بغلان د ډبرو سکرو په يوه کان کې اور لګېدلى

26 Jan 2020 - 18:08
26 Jan 2020 - 18:08

پلخمري (پژواک،۶سلواغه ۹۸): د بغلان د ډبرو سکرو کارکوونکي وايي، اړوند وزارت کانونو ته د نه پاملرنې له امله د کرکر کان په یوه برخه کې اور لګېدلی، که یې په اړه ژر ګام پورته نه شي، د کان په تونلونو کې د سترو چاودنو امکان شته.

د ډبرو سکرو کانونو لسګونو کارکوونکو چې د سلواغې په ۶مه په دې اړه د غږ پورته کولو په موخه اړوندې ادارې مخې ته راغونډ شوي وو، دغه څرګندونې وکړې.

له ډلې یې محمد عظیم پژواک خبري اژانس ته وویل: ((شپږ میاشتې کېږي چې حکومت د بغلان د ډبرو سکرو کانونو د نامعلوم برخلیک په اړه چوپه خوله وو چې اخر د نه پاملرنې له امله په کې اور ولګېد.))

ده زياته کړه، دا یې څلورم ځل اعتراض دی چې د کانونو د برخلیک معلومولو لپاره یې کوي، خو د اړوندې ادارې مسوولین ورته له بندو دروازو سر هم نه راښکاره کوي.

د دې کان کاریګر امان الله وايي، یوه اوونۍ کېږي چې  د کرکر کان په  04  برخه کې  اور لګېدلی، په کې بند کاریګر مو ترې راایستلي، خو د اور مړه کولو لپاره کان کې داسې څه نشته چې  اور مړ او یا یې هم د زیاتېدو مخه پرې ونیول شي.

د هغه په خبره، که اړونده اداره په مسلکي ډول د لګېدلي اور مخه ونه نیسي،  د ګازو د زیاتوالي له امله د کان په تونلونو کې د چاودنو امکان زیات دی، که وشوې، د کان ډېره برخه به زیانمنه کړي.

دی زیاتوي، د بغلان د ډبرو سکرو کانونو د سمبالښت ادارې دروازې ته له سهار راهیسې ولاړ دي چې د کان له دغه بد حالته یې خبر کړي، خو څوک نشته چې غږ یې واوري.

د بغلان د کانونو مشر انجنیر شاه محمود فیضاد وايي، د ډبروسکرو کانونه تېر کال د وزارت په حکم شمال تصدۍ ته سپارل شوي، ځکه نه غواړي په دې اړه څه ووايي.

د بغلان د ډبرو سکرو کانونو مسوول فدا محمد تاشي هم په دې اړه له خبرو کولو ډډه کوي، خو د بغلان ولایت ویاند نذیر نجم وايي، والي د کانونو وزیر سره د بغلان د کانونو په اړه خبرې کړي، وزیر ژمنه کړې چې د کانونو نامعلوم برخلیک به معلوم کړي.

په بغلان کې څلور ځایه د ډبرو سکرو کانونه دي چې له سکرو یې یواځې د غوري سمنټو فابریکې د تولید لپاره  کار اخیستل کېږي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version