ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بغلان کې یوه کس خپل خسر، خواښې او اوښی وژلي

28 Jan 2020 - 13:54
28 Jan 2020 - 13:54

پلخمري (پژواک، ٨ سلواغه ٩٨): د بغلان په مرکز پلخمري کې يوه کس خپل خسر، خواښې او اوښى وژلي او خپله مېرمن او دوه ماشومان يې ټپيان کړي دي.

د بغلان د ښځو چارو رييسې خديجې يقين د سلواغې په اتمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه د کابل يوه اوسېدونکي په مرکز پلخمري کې د خپل خسر پر کورنۍ بريد کړى دى.

هغه وايي: ((د دغه کس ښځه چې اولاد نه لري، د خپل پلار کره راغلې وه، خاوند يې ورپسې همدلته راغلى دى، خپل خسر، خواښې او ځوان اوښى يې وژلي او خپله مېرمن او دوه ماشومان يې ټپيان کړي دي.))

يقين له عدلي او قضايي ارګانونو غوښتنه وکړه چې دغه ډول کسانو ته سخته سزا ورکړي څو نورو ته عبرت شي.

دې نيوکه وکړه: ((حکومت د دې پر ځاى چې دغه شان کسانو ته سزا ورکړي، زندان کې اچوي او درې وخته ډوډۍ ورته ورکوي.))

دغه راز د بغلان د عامې روغتيا رييس ډاکټر محب الله حبيب پژواک ته وويل چې روغتون ته د يوې ښځې په ګډون درې جسدونه او د يوې مېرمنې په ګډون درې ټپيان ور وړل شوي دي.

د نوموړي په وينا، په ټپيانو کې دوه ماشومان دي چې پر چړو وهل شوي دي.

دغه راز د وژل شوو کورنۍ د ترور زوى محمد نذير پژواک ته وويل، بصير چې د محمد خان زوم دى، تېره شپه خپل خسر کورته ورغلى، خسر، خواښې او اوښى يې په چړو وهلي او وژلي يې دي.

ده وويل: ((د بصير مېرمن له دوو کلونو راهيسې پلار کره وه، نه يې غوښتل خاوند کره ولاړه شي؛ ځکه هلته يې ژوند تريخ و، نو بېګاه يې خاوند راغلى او دغه شان پېښه يې کړې ده.))

د نوموړي د معلوماتو له مخې، بصير له دې وړاندې د تره د زوى د قتل په تور بندي و چې له زندانه له خوشي کېدو سره سم يې خپل خسرخېل ووژل.

بل لور ته د بغلان د امنيې قوماندانۍ يوې سرچينې د پېښې په تاييد سره پژواک ته وويل چې قاتل نيول شوى او ډېر ژر به قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.

د يادونې ده، ډېرى مهال دغه پېښې د کورني تاوتريخوالي له امله رامنځته کېږي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version