خوست ښار (پژواک، ۸ سلواغه ۹۸): په خوست ولايت کې د دولت له خوا د نهو جامع جوماتونو د جوړولو بنسټ ډبرې کېښودل شوې.
دغه جوماتونه د خوست په نهو ولسواليو عليشېر، نادرشاه کوټ، ګربز، اسماعيل خېل مندوزي، دوه منده، سپېره، ځاځي ميدان، تڼي او موسی خېلو ولسوالیو کې جوړېږي.
د خوست والي محمدحليم فدايي د دغو جوماتونو د بنسټ ډبرو اېښودو پر مهال پژواک خبري اژانس ته وويل چې پر دې جوماتونو ټول ټال ۱۳۵ ميليونه افغانۍ لګښت راځي.
د هغه په وينا، دا جوماتونه د ولسمشرۍ ماڼې د ملي پراختيا د عملياتي او مرستندويې ادارې په مالي لګښت جوړېږي چې چارې به يې په راتلونکي يوه کال کې بشپړې شي.
نوموړي زياته کړه چې د دې جوماتونو جوړولو پر مهال به شاوخوا لس زره مسلکي او غير مسلکي کسانو ته هم د کار زمينه برابره شي.
فدايي زياتوي، دا جوماتونه به د اوبو منظم سيستم، د اودسونو ځای، تشنابونه او نور اړين سهولتونه ولري، پر يوه وخت به ۹زره او پنځه سوه کسانو ته په کې د لمونځ کولو زمينه برابره شي.
هغه وويل چې تر راتلونکې يوې مياشتې پورې به د خوست په پاتې درېيو نورو ولسواليو کې هم د ورته جامع جوماتونو جوړولو کار پيل شي.
بل پلو د خوست د حج اوقافو رييس مولوي اظهارالدين پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا مهال په دغه ولايت کې ۲ زره ۱۷ لوی او کوچني جوماتونه موجود دي.
د هغه د معلوماتو له مخې چې تر راتلونکي يونيم کال پورې به ۲۳ نور جوماتونه هم جوړ او ترميم شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن