کابل (پژواک، ۸ سلواغه ۹۸): پنځلس افغان ځوانانو په چک جمهوریت کې د بې خوځښته وزرو (fixed wing) الوتکې د پیلوټۍ زده کړې بشپړې کړې.
د چک هېواد په پلازمېنه پراګ کې د افغانستان سفارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د یادو کسانو په فراغت سره افغان هوایي ځواک د پرمختګ پر لور یو بل ګام واخیست.
سرچینه زیاتوي چې نن یادو کسانو ته د چک د ایلبي سیند پرغاړه پراته پاردوبیڅه ښار کې د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د فراغت سندونه ورکړل شول.
په خبرپاڼه کې راغلي چې یادو ځوانو پیلوټانو ته دغه مراسم د لام پراحه ټرېډ (LOM PRAHA TRADE) په نوم د الوتکو د چوپړ وړاندې کوونکي شرکت له خوا جوړ شوي و او دغه شرکت هر ویناوال ته یو یادګاري نښان او هر فارغ شوي پیلوټ ته یو یادګاري مډال او تصدیق ورکړل.
سرچینه لیکي چې د چک جمهوریت لپاره په چک جمهوریت کې د افغانستان سفیر شهزادګل آریوبي، د چک جمهوریت د دفاع وزارت د دفاعي پالیسۍ او ستراتیژۍ مرستیال رادومیر یهودا، په یاد جمهوریت کې د متحده ایالاتو د سفارت استازي جګړن مایکل ډانیل، د افغان پیلوټانو استازي محمد موسی محمدي او د الوتکو د چوپړ وړاندې کوونکي یاد شرکت اجرایي رییس زبینیک شمیردا ویناوې وکړې.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن