کابل (پژواک، ٨ سلواغه ٩٨) : په کابل، ننګرهار، بلخ، کندوز، لغمان، پکتيا او شمېر نورو ولايتونو کې زرګونو کسانو د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر منظور پښتين د نيولو پر ضد لايون وکړ او د هغه د خوشې کولو غوښتنه يې وکړه.
د پاکستان پوليسو وړمه شپه منظور پښتين د خيبر پښتونخوا ايالت د پېښور ښار اړونده له تاکال سيمې څخه نيولى و ، هغه پرون محکمې ته وړاندې شو، د هغه د ضمانت غوښتنه يې رد کړه او د ١٤ ورځو لپاره يې زندان ته ولېږه.
د ننګرهار ولايت مدني فعالان او ځوانان وايي، د بشر حقونو نړيوال سازمانونه دې د پاکستاني حکومت په اداره باندې فشار راوړي چې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتين بې له کوم قيد او شرطه ژر تر ژره ازاد کړي.
دوی دغه راز د پاکستان حکومت يوه ترهګريزه اداره ياده کړه او د منظور پښتين د نيولو علت يې د پښتنو له حقونو د هغه دفاع په ګوته کړه.
په همدې تړاو نن د سلواغې په ۸مه د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د منظور پښتين د خلاصون په تړاو لاريونونه پيل شوي چې د ننګرهار مدني فعالانو او ځوانانو هم دا غږ د يو سوله ييز لاريون پرمهال بدرګه کړ.
د لاريون يوه تنظيموونکی او مدني فعال اسدالله ښاليز وايي، د منظور پښتين د خلاصون په پار يې مظاهره کړې او د پاکستان له حکومته غواړي چې نوموړی ژر تر ژره خوشې کړي.
هغه زياته کړه، پښتين د پښتنو د حق غوښتنې داعي دی او نيول يې د پښتنو پر حقونو پښې کېښودل دي.
دغه راز د سرحدي ځواک په نوم بل مدني فعال پر نړيوالو بشري حقونو ادارو غږ وکړ چې د منظور پښتين نيونه په کلکه وغندي او د خلاصون لپاره يې د پښتنو او پښتون ژغورنې غورځنګ د غږ بدرګه وکړي.
خو د شريف الله ناصري په نوم يو مدني فعال بيا د پاکستان حکومت يوه ترهګريزه اداره ياده کړه او پر نړيوالو سازمانونو يې غږ وکړ چې هم دې د پښتنو دا غږ بدرګه کړي او هم دې د پاکستان په حکومت فشار راوړي چې منظور پښتين خوشې کړي.
د يو بل خبر له مخې، په کونړ ولايت کې هم سلګونو خلکو د پښتون ژغورنې دغورځنګ مشر منظور احمد پښتين دنیول کېدو پر ضد لاريون وکړ.
لاریونوالو د پاکستان پرحکومت غږ وکړ چې د پښتون وژنې او ځورونې لاس واخلي، او ژر تر ژره دې د پي ټي ام مشر له بنده خوشې کړي .
د کونړ د ولايتي شورا غړي جمال الدين سيار په لر پښتونخوا کې پر پښتون قوم دپاکستان حکومت د روانو ظلمونو دبندېدو غوښتنه وکړه او له نړیوالې ټولنې یې وغوښتل چې د پاکستان حکومت اړ کړي څو په پښتنو له روانو ظلمونو لاس واخلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن