ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په شمال کې د امو سیند تخریب خلک اندېښمن کړي

1 Feb 2020 - 15:40
1 Feb 2020 - 15:40

مزارشريف (پژواک، ۱۲ سلواغه ۹۸): د بلخ ولايت د شورتېپې او کلدار ولسوالیو اوسېدونکي وايي چې په روان لمريز کال کې د امو سيند د تخريباتو له امله د يادو ولسواليو لسګونه کورنۍ بېځايه شوې او سلګونه جريبه ځمکه تر اوبو لاندې شوې ده.

دوی وايي چې دغه موضوع یې له حکومت سره په ځلونو شریکه کړې او د تخريباتو د مخنيوي غوښتنه یې کړې ده، خو تر اوسه دې برخې ته پام نه دی شوی.

د بلخ ولايتي شورا او مدني فعالان هم مرکزي حکومت په دې برخه کې پر ناغېړۍ تورنوي.

په بلخ کې د سينديزې حوزې مسوولين بيا وايي چې د اضطراري خطرونو د دفع کولو لپاره چمتووالی لري، خو په اساسي ډول د تحکيماتو جوړېدو لپاره امکانات نه لري.

امو سيند په شمال کې د پامير له غرونو سرچينه اخلي چې بيا د فارياب ولايت په مربوطاتو کې د ترکمنستان هېواد خاورې ته اوړي.

دغه سيند په شمال کې د افغانستان او منځنۍ اسيا هېوادونو ترمنځ ګډه پوله هم ده.

هر کال د پسرلي او اوړي په موسم کې د اب خېزۍ پر مهال امو سيند د يو شمېر شمالي ولايتونو ځمکې ويجاړوي او لاندې کوي یې چې د بلخ ولايت شورتېپه او کلدار ولسوالۍ له دې اړخه ډېرې زيانمنې شوې دي.

د شورتېپې او کلدار ولسواليو اوسېدونکي وايي چې په روان لمريز کال کې د امو سيند د تخريباتو له امله په يادو ولسواليو کې لسګونه کورنۍ بېخايه شوې او سلګونه جريبه ځمکه اوبو د ازبکستان لور ته وړې ده.

د شورتېپې ولسوالۍ د هزار توقي سيمې قومي مشر عبدالرحمن پژواک ته وويل چې که د امو سيند د تخريباتو مخه ونه نيول شي؛ نو په راتلونکي پسرلي کې به د استوګنې سلګونه نور کورونه هم د سيند خوراک وګرځي.

هغه زياتوي چې د تېرو پنځو کلونو پر مهال شورتېپې ولسوالۍ کې د شيخ او چقر په نوم دوه مهم کلي په بشپړ ډول ويجاړ شوي او ځمکه يې اوبو ازبکستان لور ته وړې ده.

نوموړي زياته کړه چې په دغو دواړو کليو کې شاوخوا درې زره جریبه کرنيزه ځمکه هم اوبو ويجاړه کړه.

د هغه په خبره، دمګړۍ يادې ولسوالۍ کې ارق باتر او بشيرلي کلي د ويجاړېدو له جدي ګواښ سره مخ دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version