مهترلام (پژواک، ۱۳ سلواغه ۹۸): د لغمان چارواکي وايي، د دغه ولايت مرکز مهترلام ښار اړوند په وسله وال بريد کې د يو قومي مشر په ګډون درې کسان وژل شوي دي.
د چارواکو په خبره، د بادپښ ولسوالۍ قومي مشر ملک ګل خان مرکز مهترلام ښار ته پر لاره و چې بابا صیب زيارت سيمه کې پرې وسله وال بريد شوی دی.
د لغمان د والي وياند اسد الله دولت زي پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن سهار ۷ بجې او ۴۰ دقيقې ناپېژاندو وسله والو د مهترلام ښار اړوند بابا صيب زيارت سيمه کې د ګل خان په نوم پر يو قومي مشر وسله وال بريد کړی دی.
دی وايي، څرګنده نه ده چې بريد وسله والو مخالفينو کړی او که شخصي دښمني وه؛ خو له امله يې ياد قومي مشر وژل شوی او دوه نور کسان ټپيان دي.
خو د لغمان د امنيه قوماندانۍ وياند شفيع الله وايي، د یاد برید پر مهال قومي مشر ګل خان او دوه تنه نور ځایي اوسېدونکي وژل شوي، چې په کې یو زده کوونکی هم شامل دی.
دی وايي، پوليسو د يادې پېښې پلټنې پيل کړي چې عاملين يې پيدا او د قانون منګولو ته يې وسپاري.
د دغې پېښې په تړاو تر اوسه کومې وسله والې ډلې رسنيو ته څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن