ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کندوز کې پنځه سیمه ییز پولیس وژل شوي

2 Feb 2020 - 13:00
2 Feb 2020 - 13:00

کندوز ښار (پژواک، ١٣ سلواغه ٩٨): د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو د بريد له امله پنځه امنيتي سرتېري وژل شوي او درې نور ټپيان دي.

په علي اباد ولسوالۍ کې يوې امنيتي سرچينې د سلواغې په ١٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه وسله والو طالبانو د دې ولسوالۍ په کسه توفک سيمه کې د سيمه ييزو پوليسو پر پوستې بريد وکړ.

هغه وايي چې په دغه بريد کې پنځه پوليس وژل شوي او درې نور ټپيان شوي، وسلې او نور تجهيزات يې طالبانو له ځان سره وړي دي.

سرچينه زياتوي چې په دغه بريد کې درې طالبان هم وژل شوي دي.

دغه راز د سيمې يوه اوسېدونکي خان محمد پژواک ته وويل چې تېره شپه طالبانو د دې ولسوالۍ پر پوستو بريدونه کړي او ګڼ شمېر سرتېرو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

بل لور ته د کندوز امنيتي چارواکي هم دغه بريد تاييدوي.

د کندوز د امنيې قوماندانۍ وياند انعام الدين رحماني پژواک ته وويل چې په ياد بريد کې څلور سيمه ييز پوليس او درې طالبان وژل شوي او دوه نور طالبان ټپيان شوي دي.

بلخوا طالبان هم دغه جګړه مني.

د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې طالبانو تېره شپه په علي اباد ولسوالۍ کې پر يوې پوستې بريد کړى دى.

هغه وايي چې په دغه بريد کې شپږ حکومتي سرتېري وژل شوي، دوه موټرسايکل او نورې وسلې او تجهيزات يې د طالبانو لاس ته ورغلي دي.

د نوموړي په وينا، په دې جګړه کې طالبانو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

د يادونې ده، علي اباد د کندوز له نا امنو ولسواليو شمېرل کېږي چې ډېرى وخت په کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړې کېږي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version