ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په سرپل کې ۹ امنیتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

4 Feb 2020 - 11:57
4 Feb 2020 - 11:57

 

سرپل (پژواک، ۱۵ سلواغه ۹۸): په سرپل ولایت کې د امنیتي ځواکونو د یوه سیمه ییز قوماندان په ګډون شپږ سرتېري او د امو دریا قطعې د عامه نظم پولیسو د قوماندان په ګډون درې کسان وژل شوي دي.

د سرپل امینه قوماندان مل پاسوال غلام جیلاني ابوبکر پژواک خبري اژانس ته وویل چې د سرپل او جوزجان امنیتي ځواکونو د سرپل د مرکز په ګولایي تخته سیمه کې کمین نیولی و.

خو نوموړي وویل چې په دغه کمین کې دولتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د هغه په خبره، په دغه برید کې د مفرزه قطعې اړوند د یوه قوماندان طوفان په ګډون د ملي امنیت شپږ سرتیري وژل شوي او د امو دریا قطعې د عامه نظم د قوماندان حفیظ په ګډون درې نور یې ټپیان شوي دي.

یاده قطعه د سرپل – جوزجان پر لویه لاره پوستې لري.

طوفان وړاندې د طالبانو پخوانی قوماندان و چې څلور کاله وړاندې دولت ته تسلیم شوی و او د طالبانو پر وړاندې جنګېده.

شاوخوا درې اوونۍ وړاندې د جوزجان په حد بخشي سیمه کې د نوموړي ۹ کسان د طالبانو له خوا ووژل شول او شپږ نور ټپیان شول.

د سرپل امنیه قوماندان وایي چې د یادې پېښې مړه او ټپیان د سرپل ولایتي روغتون ته انتقال شوي دي.

جیلاني زیاتوي چې تراوسه یې په دغه پېښه کې طالبانو ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه دي ترلاسه کړي.

 بله خوا د ٢٠٩شاهين قول اردو وياند محمد رضا رضايي  د يوې خبرپاڼې په ترڅ کې ويلي چې د سيمه ييزو پوليسو قوماندان توپان تېره شپه د سرپل په تخته پل سيمه کې د طالبآنو پر قرارګاه بريد کړى  او د طوه طالب قوماندان عبدالحق په جعفر مشهور او عبيده يې له ٩ وسله والو سره وژلي  او قرارګاه يې تخريب کړې. 

ده زياته کړې چې د قرارګاه ټول نظامي تجهزات د امنيتي ځواکونو لاسته ورغلي او امنيتي ځواکونو ته زيان نه دى رسېدلى.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version