ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د څه باندې ۱٤۰۰ملحونو رایې ځانګړي تفتیش ته راجع کړې

5 Feb 2020 - 18:17
5 Feb 2020 - 18:17

کابل(پژواک،۱۶سلواغه ۹۸): د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون چې نن د تېرو ولسمشرۍ ټاکنو د دوسیې د تړلو ژمنه کړې وه، د هغو رایو د لغوې او تایید لپاره د شرایطو په اعلان چې په اړه یې شکایتونه ثبت شوي له ټاکنو کمېسیونه وغوښتل چې د اړتیا وړ محلونه په ځانګړې ډول تفتیش او وارزوي.

د یاد کمېسیون مسوولینو نن په یوه خبري ناسته کې له څه باندې ۱٤۰۰ محلونه ځانګړي تفتیش او ۲۹۸ نور محلونه بیا شمېرنې ته راجع کړل.

د ټاکنیزو شکایتونو د کمېسیون رییسې زهرې بیان شینوارې په یاده خبري ناسته کې وویل، د رایې ورکولو لس سلنه محلونه چې د ۱۳۷ زره رایو اړوند او په ۳۰۹ محلونو کې شامل دي او (بایومټریک، ژورنال او کاغذي ریزلشیټ) معلومات لري ځانګړي تفتیش ته راجع شول.

هغې وویل، په هغه صورت کې چې د تفتیش شوو ملحونو ۶۵ سلنه، معیارونه پوره کړي وي له ۱۳۷ زره ډېرو ټولو رایو ته چې په ۳۰۹۷ محلونو پورې تړاو لري اعتبار ورکول کېږي.

نوموړې زیاته کړه، که ۵۳ سلنه تفتیش شوو محلونو معیارونه نه وي بشپړ کړي ټول محلونه چې له ۱۳۷ زرو ډېرې رایې په کې شاملې دي ځانګړي تفتیش ته ځي.

د دې په خبره، که چېرې د ټولو محلونو له ۱۳۷ زرو ډېرې رایې تفتیش ته لاړې شي ټول هغه محلونه چې معیارونه یې بشپړ کړي معتبر او هغه محلونه چې معیارونه یې نه دي بشپړ کړي لغوه کېږي.

هغې روښانه کړه، له څه باندې ۱۰۲ هغو رایو چې له ټاکلي ټاکنیز وخت څخه بهر کارول شوې او په ۷۳۵۴ ملحونو پورې اړوند دي، ۱۵ سلنه چې ۱۱۰۳ ملحونه په کې شامل دي معلومات (بایومټریک، ژورنال او کاغذي ریزل شیټ) لري ځانګړي تفتیش ته راجع شوي دي.

هغې وویل، که ۶۵ سلنه پورته معیارونه بشپړ کړي وي له ۱۰۲ زرو ډېرو رایو ته اعتبار ورکول کېږي خو که له تفتیش شوو محلونو ۳۵ سلنه پورته معیارونه پوره نه کړل له ۱۰۲ زرو ډېرو رایې به لغوه شي.

نوموړې د مناقشې وړ ۲۴٢٣ محلونو ته په اشاره وویل، په دغو محلونو کې ۲۹۸ محلونه تازه شمېرنې ته ځي، که د بیاشمېرنې لازم معیارونه، د بایومټریک د تصدیق ثبت او د دواړو کمېسیونونو د طرزالعملونو له مخې یې د باور وړ رایو معیارونه پوره کړي وي معتبرې او هر څومره رایو چې پورته معیارونه نه وو پوره کړي لغوه کېږي.

شینوارې زیاته کړه: (( ټاکنو کمېسیون د انعطاف پذیرۍ له مخې د خپلو طرزالعملونو مطابق په دې برخه کې په محلونو کې د رایو له ۱ څخه تر ۵ توپیر د باور وړ ګڼلی، چې د ټاکنیزو شکايتونو کمېسیون له خوا دغه پرېکړه رد شوې او که د ټاکنیزو شکایتونو ولایتي کمېسیونونو بل ډول پرېکړه کړې وي لغوه کېږي او دغه راز په یاده پرېکړه کې د ورته قضیو اړوند استینافي اعتراضونه هم شامل دي.

د یادونې ده چې د ټاکنو کمېسیون د رایو د کاغذي فورم او بایومټریک معلوماتو ترمنځ له (۱ ــ ۵) توپیر معیار ټاکلی دی.

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون نن په داسې حال کې د هغه رایو چې په اړه یې شکایتونه ثبت شوي د لغوه او تایید شرایط اعلان کړل چې له دې مخکې ثبات او همپالنې ټېم د څه باندې ۳۰۰ زرو جنجالي رایو په تړاو چې له ۱۰۲ ډېرې هغه رایې چې له ټاکلي ټاکنیزو وخت بهر کارول شوې، له ۱۳۷ زره ډېرې قرنطین شوې رایې، شاوخوا ۷۰ زره هغه رایې چې انځور یې تکراري و او دوه زره او ۴۲۳ جنجالي محلونه په کې ثبت شوي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version