ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پاکستان سفير: د افغان سولې پروسه کې اسانتيا رامنځته کولوته دوام ورکوو

5 Feb 2020 - 15:41
5 Feb 2020 - 15:41

کابل (پژواک، ١٦ سلواغه٩٨): په کابل کې د پاکستان سفير وايي چې هېواد يې د امريکا او طالبانو ترمنځ  د خبرو اترو پيلولو کې مهم رول لوبوي او په دې برخه کې به خپلو همکاريو ته دوام ورکړي.

د پاکستان سفير زاهدالله نصرالله خان دا څرګندونې د سلواغې په ١٦مه په کابل کې د خپل سفارت ودانۍ کې له کشميريانو سره د يووالي ورځې د نمانځلو تر مراسمو وروسته له خبريالانو سره په خبرو کې کړې دي.

په دغو مراسمو کې د اسلامي محاذ ګوند مشر پير سيد حامد ګيلاني، د حزب اسلامي استازي غيرت بهير، يو شمېر وکيلانو او نورو برخه اخيستې وه.

زاهد نصرالله خان وويل چې پاکستان د افغانستان ګاونډي هېواد سره اوږدې پولې لري، او دوه ميليونه افغان کډوال په پاکستان کې مېشت دي.

هغه زياته کړه، د افغانستان سوله او ثبات نه يواځې د پاکستان، بلکې د ټولې سيمې لپاره ډېر مهم دى او پاکستان په دې برخه کې مهم رول لوبولى دى.

د نوموړي په وينا، د امريکا او طالبانو د مذاکراتو په پيلولو کې پاکستان مهم او کليدي رول ادا کړى، اسانتياوې يې برابرې کړې دي.

د پاکستان سفير وايي: ((په افغانستان کې سوله زموږ لپاره ډېره ګټوره او مهمه ده، جګړه د حل لاره نه ده. افغانان له تېرو څو کلونو راهيسې ځورېږي، دا جګړه بايد نور ختمه شي، دا د سيمې او پاکستان او ټولو لپاره ګټوره ده او خلک به خپل عادي ژوند پيل کړي.))

د ملي اسلامي محاذ ګوند مشر پير سيد حامد ګيلاني خبريالانو ته وويل چې سوله بديل نه لري، جنګ د حل لاره نه ده، بايد ټول سولې ته ولاړ شي.

هغه زياته کړه چې د امريکا او طالبانو ترمنځ خبرې او مذاکرات ادامه لري، خو لکه څه ډول چې اړتيا وه، هغسې پر مخ نه ځي او سست روان دي.

ګيلاني وايي: ((د امريکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد سره چې څو ورځې مخکې مو وليدل، په ډاګه يې کړه چې طالبانو سره هوکړې ته نږدي شوي دي.))

نوموړي د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو وروستيو څرګندونو ته په اشارې سره وويل چې د طالبانو او امريکا ترمنځ له موافقې سره به بين الافغاني مذاکراتو ته لاره هواره شي.

هغه د امريکا د ولسمشر ټرمپ له خوا د خپلو ځواکونو ايستلو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل چې افغان ملي ځواکونه له هېواد او خلکو د دفاع پوره وړتيا لري.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version