کندهار (پژواک، ۱۷ سلواغه ۹۸): د کندهار په ښوراوک ولسوالۍ کې په یوه کمین او هوايي برید کې ۱۸ وسله وال وژل شوي او ۶ تنه نور يې ټپيان شوي دي.
د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند جمال عبدالناصر بارکزي د سلواغې په ١٧مه پژواک خبري اژانس ته وویل، تېره شپه وسله والو غوښتل په ښوراوک ولسوالۍ کې پر امنیتي پوستو بریدونه وکړي چې امنیتي ځواکونو له وړاندې کمین ورته نیولی و او د دواړو لورو تر منځ جګړه شوې ده.
دی وايي، په دې جګړه کې ۱۱ وسله وال وژل شوي دي.
د ده په خبره، وروسته په همدې سيمه کې بهرنیو ځواکونو پر وسله والو برید کړی چې په پایله کې یې ۷ وسله وال وژل شوي او ۶ تنه یې ټپيان شوي دي.
نوموړی زیاتوي، په دغه هوايي برید کې د وسله والو وسلې او دوه موټر هم ویجاړ شوي دي.
وسله والو طالبانو په دې اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.
ښورواک ولسوالي د کندهار ښار په سوېل کې د ٢٣٠ کيلو متره په واټن ډيورنډ کرښې ته څېرمه پرته ده.
چارواکي وايي، ډېر مهال وسله وال د کرښې له هغې غاړې را اوړي او دلته پر افغان ځواکونو بریدونه کوي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن