کابل (پژواک، ۱۸ سلواغې ۹۸): ولسمشر، د آمرستار د وژل کېدو قضيې د څېړونکي پلاوي د موندنو راپور له اورېدو وروسته، د پلاوي څرګندونې جدي وبللې، وېې ویل، د عدالت د ټینګښت او وضاحت لپاره دې دغه راپور اړوندو ادارو ته واستول شي.
امر عبدالستار د جمعیت اسلامی ګوند پخوانی قوماندان او د دولت ساز ټیم ملاتړی وه.
هغه له درېیو نورو کسانو سره د مرغومې په شپاړلسمه شپه د کابل ښار د یوولسمې امنیتي حوزې اړوند سیمې په یو کور کې د ملي امنیت ځواکونو په عملیاتو کې ووژل شو.
یو شمېر خلکو د امرستار پر وژل کېدو سخت اعتراضونه وکړل او حکومت د دغو عملیاتو د څېړلو لپاره یو پلاوی وګوماره.
د ولسمشر د ویاند دفتر وایي چې یاد پلاوي له ولسمشر محمد اشرف غني سره کتلي دي.
سرچینه زیاتوي چې د پلاوي مشر جنرال سالم شاه ابراهیمي او د پلاوي غړیو عبدالرازق هاشمي او حبیب الرحمان افغان د خپلو موندنو راپور له ولسمشر سره شریک کړ.
هغوی ویلی، هڅه یې کړې چې د یادو عملیاتو بېلابېل اړخونه په هر اړخیزه توګه د هیواد د نافذه قوانینو او د عملیاتو د اجرا کوونکو بنسټونو د قانوني واکونو په رڼا کې وڅيړي.
د خبرپاڼې له مخې، پلاوي ویلي هڅه یې کړې چې مطرح شوې ادعاوې په قضیه کې له دخیلو اکثریت ارګانونو سره د خبرو او استعلامونو او له مشرانو، شاهدانو او زیانمنو شویو سره د مرکو له لارې وارزول شي.
په خبرپاڼه کې د پلاوې د موندنو په اړه جزییات نشته.
سرچینه زیاتوي چې ولسمشر د موظف پلاوي د راپور له اورېدو وروسته د پلاوي کار جدي او منسجم بللی، او د هغوی د نظر یوالی یې ستایلی دی.
غني ویلي چې د پلاوي وړاندیزونه او نظریات جدي دي او غور به پرې وشي.
د سرچینې په وینا ولسمشر د تعقیبي څېړنو په موخه لازمې لارښوونې کړي، ویلي یې دي چې د پلاوي موندنې دې د لازیات وضاحت په موخه د کورنیو چارو وزارت په ګډون له امنیتي ارګانونو سره شریکې شي او ژر دې د یاد پلاوي پوښتنو ته مناسب او واضح ځوابونه ورکړل شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن