ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“د پوهاند علامه رشاد په نوم دې د هېواد یو پوهنتون ونومول شي”

9 Feb 2020 - 18:09
9 Feb 2020 - 18:09

کابل (پژواک، ٢٠ سلواغه ۹۸): د پوهاند علامه عبدالشکور رشاد د پنځلسم تلین په مناسبت جوړ شوي سیمينار کې د هغه د ناچاپ اثارو د چاپولو د غوښتنې ترڅنګ ټينګار وشو چې د رشاد په نوم دې د هېواد یو پوهنتون ونومول شي.

نن د سلواغې په ۲۰مه د کابل ښار په چهلستون ماڼۍ کې د علامه اکاډمیسن پوهاند عبدالشکور رشاد د ۱۵ تلین په مناسبت "د علامه رشاد آثار او افکار" په نوم علمي- څېړنيز سيمينار د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له خوا جوړ شوی و چې په کې د حکومت لوړپوړو چارواکو، څېړونکو، لیکوالو او ګڼو کلتورپالو ګډون کړی وو.

دغه سیمینار ته د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست وزیرې حسینه ساپۍ وویل، د افغانستان د علمي شخصیت پوهاند عبدالشکور رشاد په اړه یې دغه علمي ـ څېړنیز سیمینار ځکه رابللی چې د هغه کوچنی حق ادا شي، نوی نسل یې وپېژني او آثار يې ولولي.

دا وايي: "علامه رشاد له ۷۰ کلونو ډېر په ټولنیزو، روزنیزو، ادبي او سیاسي برخو کې د خپلو خلکو لپاره خدمتونه کړي، هغه یو سیاسي شخصیت دی چې په ۲۷ کلنۍ کې د ويښ ځلمیانو له نهضت سره یو ځای او تر مرګه یې مبارزه وکړه."

دې ناستې ته د ولسمشر محمد اشرف غني لیکلی پیغام د ولسمشرۍ ماڼۍ د ویاند مرستیال دواخان مینه پال ولوست.

په پیغام کې راغلي و چې د هېواد د علمي او ادبي شخصیتونو د ژوند او افکارو په اړه علمي سیمینارونه د هغوی حق ادا کولو لپاره مهم دي، ځکه نوی نسل دغه شخصیتونه پېژني او د هغوی له فکر او ژوند الهام اخلي.

دغه علمي سیمینار ته د لوړو زده کړو وزارت سرپرست وزیر عبدالتواب بالاکرزي د عبدالشکور رشاد یوه خاطره شریکه کړه او ويې ويل: "یو وار د کندهار د یوه علمي او څېړنیز کنفرانس په ترڅ کې چې رشاد د هغه سیمینار رياست چارې په غاړې لرلې، ویل یې: هېڅکه له احمدشاه بابا سره د دراني او له میرویس خان نیکه سره د هوتک کلمې مه کاروئ، ځکه هغوی د افغانستان او سیمې ویاړونه دي، تاسې یې په لوی لاس مه کوچني کوئ."

د علامه رشاد په اړه جوړ شوي دغه کنفرانس ته د کابل پوهنتون پیغام چې پوهاند رفیق ولوست، په کې ویل شوي و، استاد رشا په ادبپوهنه، ژبپوهنه، تخلیق، ژباړه، ادبي نقد او سپړنه کې پوره برلاس درلود او هغه د هندوستان د جوهر لعل نهرو او پټرزبورګ په پوهنتونونو کې د پښتو ژبې لومړنی استاد هم پاتې شوی دی.

د افغانستان علومو اکاډمي پیغام چې د پښتو څېړنیز بين المللي مرکز رئیس څېړنوال وجیه الله شپون ولوست، په کې راغلي و چې استاد رشاد د پوهې او لیاقت یوه هستۍ وه، هغه په کوچنيوالي کې قران کریم زده کړی او له ۱۲ کلنۍ راهیسې یې د پښتو ژبې خدمت ته مټې را بډ وهلې دي.

یاد علمي غونډې ته د علامه رشاد زوی او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د بهرنیو اړیکو سلاکار طارق رشاد بیا وویل: "که څه هم زه په نسبي ډول د رشاد بابا زوی یم، ولې په علمي لحاظ موږ ټول د هغه وارثین یو."

دی وايي، د هغه تر مړینې وروسته يې د علامه رشاد د اکاډمي په زیار ۲۸ بېلابېل اثار په ډېرو هڅو چاپ کړل چې اوس ټول چاپ شوي اثار یې ۷۵ اثارو ته رسیږي.

نوموړي د استاد رشاد ناچاپ اثارو ته په اشارې وویل، استاد د ژوندلیکونو، ادبي فنونو، قاموسونو، شجرو، ژبپوهنې، یونلیکونو، د قومونو او قبایلو، شعر او نظم، فولکلور او نورو برخو کې یې ۶۱ عنوانه چې ټول ٩٧ ټوکه کېږي، ناچاپ آثار لري.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version