ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هلمند کې موټربم چاودنې څلور پولیس او دوه ملکي وګړي وژلي

9 Feb 2020 - 09:00
9 Feb 2020 - 09:00

لښکرګاه (پژواک، ٢٠ سلواغه ٩٧): د هلمند په ګرشک ولسوالۍ کې د موټربم بريد له امله څلور پوليس او دوه ملکي وګړي وژل شوي او دوه نور پوليس ټپيان شوي دي.

د ګرشک ولسوالۍ امنيه قوماندان سمونمل محمد اسماعيل خپلواک د سلواغې په ٢٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه د دې ولسوالۍ په بازار کې پر امنيتي پوستې موټربم بريد شوى دى.

ده وويل چې په دې پېښه کې څلور پوليس او دوه ملکي وګړي وژل شوي او دوه نور پوليس ټپيان شوي دي.

دغه راز د هلمند د والي وياند عمر ځواک هم پژواک ته وويل چې په ياده پېښه کې څلور پوليس او دوه ملکي وګړي وژل شوي او دوه پوليس او يو ملکي وګړى ټپيان شوي دي.

د ځواک په وينا، چاودېدونکي توکي په هاموې ټانګ کې ځاى پر ځاى شوي وو چې د چاودنې له امله يې پوسته په بشپړه توګه له منځه تللې ده.

همدارنګه په مرکز لښکرګاه کې د ايمرجنسي روغتون مسوولينو پژواک ته وويل چې له يادې پېښې دوى ته څلور ټپيان انتقال شوي دي.

بل لور ته وسله والو طالبانو د ياد بريد مسووليت منلى دى.

د دې دلې وياند قاري يوسف احمدي وايي چې طالبانو تېره شپه په ګرشک ولسوالۍ کې د پله د سر پر قرارګاه د موټر بم بريد کړى دى.

هغه وايي چې په دغه بريد کې د قوماندان عزت په ګډون ١٦ پوليس وژل شوي او ټول وسلې او وسايط يې له منځه تللي دي.

د يادونې ده، په دې وروستيو کې يو ځل بيا د طالبانو او حکومتي ځواکونو ترمنځ جګړو زور اخيستى دى.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version