ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“ټرمپ په مشروط ډول له طالبانو سره د تړون د لاسليک اجازه ورکړې”

12 Feb 2020 - 11:29
12 Feb 2020 - 11:29

کابل (پژواک، ٢٣ سلواغه ٩٨): د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په مشروط ډول له طالبانو سره د سولې تړون د لاسليک اجازه ورکړې ده.

امريکايي رسنۍ نيويارک ټايمز د سلواغې په ٢٣مه خبر ورکړى چې د تړون له لاسليک سره به له افغانستانه د امريکايي ځواکونو وتلو ته لاره پرانيستل شي.

سرچينې زياته کړې، ولسمشر ټرمپ دغه شرط ايښی چې وسله‌ وال طالبان بايد په دوامداره توګه د تاوتريخوالي کمولو ژمنه وکړي او په دې برخه کې خپله ژمنه په عملي ډول ثابته کړي.

د نيويارک ټايمز د راپور له مخې، د وسله ‌والو طالبانو او امريکا ترمنځ د سولې هوکړې له لاسليک وروسته به امريکا د يوه مهالوېش له مخې له افغانستانه د خپلو سرتېرو ايستلو لړۍ پيل کړي چې ورسره سم به بين ‌الافغاني مذاکرات هم پيلېږي.

په دغه راپور کې زياته شوې، له نښو نښانو داسې ښکاري چې تر راتلونکو څو ورځو به د امريکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه لاسليک شي.

دا په داسې حال کې ده چې د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو تېر ماښام ولسمشر اشرف غني او اجرائيه رييس ډاکتر عبدالله سره په ټيلېفوني اړيکو کې له طالبانو سره په خبرو کې د پرمختګ خبر ورکړى دى.

پومپيو ويلي چې له طالبانو سره د يوه داسې تاوتريخوالي په کمولو کې پرمختګ شوى چې په پايله کې يې اوربند رامنځته شي.

ولسمشر اشرف غني او اجرائيه رییس ډاکټر عبدالله د دغو پرمختګونو هرکلى کړى دى.

بلخوا د ناټو سرمنشي جينز سټولټنبرګ هم پرون په بروکسل کې د يوې خبري غونډې پر مهال له طالبانو غوښتي وو چې د تاوتريخوالي کمولو او سولې لپاره خپله رښتينې ژمنتيا وښيي.

ټاکل شوې ده چې د ناټو د دفاع وزيرانو په دوه ورځنۍ غونډه کې چې نن پيلېږي، پر افغان سولې هم خبرې، سلا مشورې وشي.

طالبانو تر اوسه د نوو پرمختګونو په اړه څه نه دي ويلي، خو د دوى د قطر دفتر وياند سهيل شاهين درې ورځې مخکې په ټويټر کې ليکلي وو چې پلاوى يې له زلمي خليلزاد سره پر يو شمېر موضوعاتو او مذاکراتو له نتايجو وروسته پر حالاتو خبرې کړې دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version