ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

​د ناټو سازمان او متحدينو د دفاع وزيرانو غونډه پيل شوه

12 Feb 2020 - 16:03
12 Feb 2020 - 16:03

بروکسل (پژواک، ۲۳ سلواغه ٩٨): د ناټو غړو هېوادونو د دفاع وزيرانو دوه ورځنۍ غونډه د بلجيم په پلازمېنه بروکسل کې پیل شوه.

په دې غونډه کې د نورو موضوعاتو ترڅنګ د افغانستان په اړه هم بحث کېږي.

په  بلجيم کې د ناټو سازمان د مطبوعاتي دفتر يوه چارواکي د سلواغې په ۲۳مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ناټو د دفاع وزيرانو په دې دوه ورځنۍ غونډه کې چې د سلواغې په ٢٣مه او ٢٤مه به په  بروکسل کې روانه وي د عراق ترڅنګ د افغانستان د امنیت او سولې په اړه به هم بحث وشي.

سرچينې زياته کړه چې په دغې دوه ورځنۍ ناسته کې په بېلابېلو هېوادونو کې د ناټو ماموريتونه ارزول کېږي.

د سرچينې په خبره، د غونډې په دويمه ورځ به د افغانستان په اړه ځانګړې ناسته وشي چې په کې به د ناټو د دفاع وزيرانو ترڅنګ د هغوی د متحدينو استازي هم ګډون کوي چې په افغانستان کې د ناټو د روزنې ماموريت کې ونډه لري.

سرچينه وايي چې په دې ځانګړې ناسته کې د افغانستان د ملي دفاع وزير اسدالله خالد، په افغانستان کې د ناټو ملکي استازى نيکولاس کې، په افغانستان کې د ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال مېلر، د ملګرو ملتونو، اروپايي اتحاديې او نړيوال بانک استازي هم ګډون لري.

د ناټو یادې سرچینې وويل چې په دې ځانګړې ناسته کې د افغانستان د وروستيو حالاتو د ارزونې ترڅنګ د سولې د پروسې او له افغانستان سره د ناټو د دوامداره همکاريو په اړه هم خبرې کېږي.

تېره ورځ د ناټو سرمنشي سټولټنبرک په بروکسل کې د خبري کنفرانس پرمهال وویل چې افغان امنیتي ځوکونه د پرمختګ په حال کې دي او طالبان نه شي کولی چې د جګړې له لارې بریالي شي.

هغه زیاته کړه چې ناټو د امریکا له لوري د سولې د هڅو ملاتړ کوي او طالبان باید د تاوتریخوالي د کمولو سره وښیي چې دوی سولې ته تمایل لري.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version