ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“د ښځو پر وړاندې تاوتريخوالي قضيو کې ښکېل کسان دې محاکمه شي”

13 Feb 2020 - 16:39
13 Feb 2020 - 16:39

جلال اباد (پژواک ۲۴ سلواغه ۹۸): په ننګرهار کې يو شمېر ښځو د سوله یيز لاريون پرمهال د ښځو پر وړاندې تاوتريخوالي کې د ښکېلو کسانو د محاکمه کولو غوښتنه وکړه او ټينګار يې وکړ چې دا چاره کولی شي د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی کم کړي.

دوی د سلواغې په ۲۴مه د ننګرهار ولايت مرکز جلال اباد ښار ښځو بڼ کې (د نړۍ يو بيليون ښځې د تاوتريخوالي مخنيوي په موخه درېږي) تر شعار لاندې راټولې شوې وې.

د دې سوله ييز لاريون پر مهال د ولايت د ټولنيزو او فرهنګي چارو مرستيالې حبيبې کاکړ وويل چې ولايت مقام د ښځو حقونو ته ژمن دی او د تاوتريخوالي په مخنيوي کې به د قانون له مخې جدي اقدامات کوي.

هغې زياته کړه، د دې ولايت په ټولو دولتي ادارو کې ښځينه کارمندانو ته د کار کولو ځانګړي سهولتونه برابر شوي چې هره ښځه کولی شي په ډاډه زده په کې دنده ترسره کړي.

د ننګرهار د ښځو چارو رييسه فتانه عزيز وايي، که د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي قضيو ته پر وخت رسيده ګي وشي او عاملین یې علني محاکمه شي، مثبت ثابتېدلی شي.

نوموړې دغه راز د ښځو د کارموندنې په اړه وويل، دې ولايت کې د ولسمشر د ځانګړي امر پر بنسټ د ټولو دولتي بستونو لپاره ازموينو کې ښځو ته پنځه نومرې ځانګړې ورکول کېږي.

د دې لاريون پر مهال د افغان ښځو شبکې غړو، ښځينه دولتي مسئولينو او نورو مېرمنو ګډون کړی و چې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي مخنيوي غوښتنه يې کوله.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version