ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ابوظبۍ ولیعهد اشرف غني ته په ټاکنو کې د بریا مبارکي وویله

25 Feb 2020 - 19:05
25 Feb 2020 - 19:05

کابل (پژواک ٦ کب ٩٨): د ابوظبۍ ولیعهد شیخ محمد بن زاید آل نهیان، جمهور رئیس غني ته په ټاکنو کې د بیا ځلې بریا مبارکي وویله.

له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ابوظبۍ ولیعهد او د متحده عربي اماراتو د وسله وال پوځ اعلی سرقومندان مرستیال والاحضرت شیخ محمد بن زاید آل نهیان نن د ټېلیفوني تماس له لارې د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني ته د جمهوري ریاست په ټاکنو کې د بیا ځلې بریا مبارکي وویله.

سرچينه زياتوي، په دغه ټېلیفوني تماس کې دواړو لوریو د افغانستان او متحده عربي اماراتو ترمنځ اړیکې د ورورۍ او دوستانه وبللې او د دواړو هیوادونو ترمنځ یې د ستراتيژیکو او اقتصادي اړیکو پر پراختیا ټینګار وکړ.

سرچينه کاږي، د ابوظبۍ ولیعهد هیله وښوده چې د افغانستان د جمهور رئيس محمد اشرف غني د ریاست په دویمه دوره کې د افغانستان او متحده عربي اماراتو اړیکې لازیاتې پیاوړې شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version