ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سرچینې: بدخشان کې وسله والو کسانو درې نجونې په زور نکاح کړې دي

25 Feb 2020 - 14:20
25 Feb 2020 - 14:20

 

فیض اباد (پژواک، ۶ کب ۹۸): په بدخشان کې سیمه ییزې سرچینې ادعا کوي چې وسله والو کسانو د دغه ولایت په نسي درواز ولسوالۍ کې چې د طالبانو تر واک لاندې ده، درې د کم عمره نجونې په زور نکاح کړې او له ځان سره یې بیولې دي، خو د طالبانو چارواکي وایي، د پېښې له عاملینو سره به قانوني چلند وشي.

د نسي درواز ولسوال محمد ابراهیم قیومي پژواک خبري اژانس ته وویل چې په وروستیو پنځو ورځو کې په دې ولسوالۍ کې وسله والو کسانو د طالبانو تر واک لاندې سیمو کې درې کم عمره نجونې خپلو ځانونو ته په نکاح کړې دي.

هغه زیاته کړه: «د هغه معلوماتو پر اساس چې موږ ته رسېدلي، وسله والو کسانو د یادې ولسوالۍ په اوبغن کلي کې ۱۳ کلنې سهیلا او حسینه او په شوریان کلي کې ۱۲ کلنه حسینه له خپلې او د دوی د کورنو له خوښې پرته خپلو کسانو ته په نکاح ورکړې دي او له ځان سره یې بېولې دي.

نوموړې زیاتوي: «دا چې سیمه د طالبانو تر کنټرول لاندې ده، موږ ونه شو کولای دغه وسله وال کسان د قانون له مخې تعقیب او و څېړو.»

په همدې حال کې د بدخشان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د ولایتي دفتر رییسې عارفې نوید هم دغه کړنه د دیني اصولو او بشري حقونو  خلاف عمل بللی او اندېښنه یې وښوده.

نوموړې وایي: «موږ له طالبانو غواړو، هغه کسان چې له وسلې په ګټه اخیستلو سره یې نجونې له خپلې او د دوی د کورنیو له خوښې پرته خپلو ځانونو ته په نکاح کړې دي، وڅېړل شي.»

په بدخشان ولایت کې د مدنې ټولنې یوه فعال مولوی محب الله شریفي وویل: «د اسلام د مبارک پیغمبر ص په حدیث کې راغلي (هره ښځه چې د ولي له ایجازې پرته په نکاح ورکړل شي، نکاح یې باطله ده) نو یادې نکاح وې چې په زور ترسره شوې دي، د اسلامي شریعت خلاف دي او جواز نه لري.»

په همدې حال کې د طالبانو ویاند ذبېح الله مجاهد په دې اړه پژواک خبري اژانس ته وویل: «دا د شریعت خلاف عمل دی او د کورنیو په ژوند کې باید مداخله ونه شي، موږ یاده قضیه له نږدې څېړو او عاملین به یې په جزا رسوو.»

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version