ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د امريکا او طالبانو د تړون په اړه د افغان سياسي ګوندونو غبرګونونه

1 Mar 2020 - 16:32
1 Mar 2020 - 16:32

کابل (پژواک، ١١ کب ٩٨): د افغانستان يو شمېر سياسي ګوندونو د امريکا او طالبانو  ترمنـځ تړون په تړاو بېلابېل ‌ډول غبرګونونه ښودلي، خو په ټوليزه توګه يې هرکلى کړى دى.

دغه تړون چې امريکا ورته (افغانستان ته د سولې راوستو) او طالبانو ورته (د اشغال د پاى)  نوم ورکړى، پرون په قطر کې د لسګونو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو او استازو په شتون کې د امريکا د ځانګړي استازي خليلزاد او د طالبانو د قطر دفتر د مشر ملا برادر ترمنځ لاسليک شو.

د دغه لاسليک له مخې به لومړى بنديان خوشې کېږي، لس ورځې وروسته به بين الافغاني مذاکرات پيلېږي او په ١٤ مياشتو کې به امريکايي ځواکونه له افغانستانه وځي.

هم مهاله د امريکا او طالبانو ترمنځ د تړون له لاسليک سره په کابل کې د ناټو سرمنشي او د امريکا د د فاع وزير له ولسمشر غني سره په يوه ګډ خبري کنفرانس کې له افغان ځواکونو سره د خپلو اوږدو همکاريو ژمنې تازه کړې.

د صلاح الدين رباني په مشرۍ د جمعيت اسلامي ګوند له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دوى له دغه تړون څخه تود هرکلى کوي.

په خبرپاڼه کې زياته شوې چې طالبانو په دغه تړون کې ژمنه کړې چې له نړیوالو ترهګرو ډلو سره به اړيکې نه نيسي او ملاتړ يې هم نه کوي.

سرچينې زياته کړې، جمعيت اسلامي تل د هېواد د کړکېچ د حل لپاره د خبرو پر اصولو ټینګار کړی او په دې لاره کې يې د خپل مشر قرباني هم ورکړې، دغه فرصت د سولې د خبرو پيل بولي.

د افغانستان اسلامي جمعیت باور لري چې د تل پاتې او عادلانه سولې ترلاسه کولو په پار، د ملي خبرو اترو پیل ته اړتیا ده.

سرچينې زياته کړې، د افغانستان اسلامي جمعیت باور لري چې د افغانستان د ټولنیز او سیاسي جوړښت له امله، په سیاسي ډګر کې هم ګن شمیر لوبغاړی شتون لري او د تل پاتې او عادلانه سولی ته د رسیدو لپاره د هېواد په سیاسي ډګر کې ټولې خواوې او ښکېل اړخونه باید په فعاله توګه د ملي سولې په خبرو کې برخه واخلي او د یوې ډلې نه شتون یا لرې کول، کولای شي د راتلونکي سولې د کمزورۍ او بې ثباتۍ بستر رامنځته کړي.

د حنيف اتمر په  مشرۍ د سولې او اعتدال ټاکنيز ټيم هم د دغه تړون هرکلى کړي او دا يې مهم ګام ګڼلى او زياته کړې یې ده چې په ټول قوت يې ملاتړ کوي.

دغه راز دوى په کابل کې د افغان حکومت، ناټو او امريکا له خوا د خپرې شوې ګډې اعلامیې هم هرکلى هم کړى دى.

د يادې ډلې له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د امريکا او طالبانو ترمنځ د هوکړې له لاسلیک وروسته د بین الافغاني خبرو لپاره زمينه برابره شي چې باید ډېر ژر د حکومت مشران او سیاسي رهبران سره يو ځای شي او د بین الافغاني خبرو لپاره چې د سولې د خبرو اصلي پړاو دی، چمتووالی ونیسي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version