ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پکتیکا کروندګر: د اصلاح شوو تخمونو او نیالګیو مرسته دې راسره وشي

1 Mar 2020 - 16:04
1 Mar 2020 - 16:04

ښرنه (پژواک، ١١ کب ٩٨): د پکتيکا ولايت کروندګر وايي چې د کرنې رياست دې دوى ته پر وخت د راتلونکي کال لپاره اصلاح شوي تخمونه او نيالګي ووېشي، څو ښه حاصل ترې ترلاسه کړي.

د پکتيکا د مرکز ښرنې يوه کروندګر محمد نظر د کب په ١١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د کرنې رياست له لوري هر کال پر خپل وخت اصلاح شوي تخمونه او نيالګي دوى ته نه ورکول کېږي.

هغه وايي: ((که چېرې دغه تخمونه او نيالګي موږ ته پر خپل وخت راکړل شي، زموږ د حاصلاتو کچه به ډېره لوړه شي.))

دغه راز د جاني خېلو ولسوالۍ اوسېدونکي نورالله پژواک ته وويل چې تېر کال داسې مهال دوى ته نيالګي وېشل شوي چې ډېرو کروندګرو باغونه جوړ کړي وو او نيالګي يې ایښي وو.

ده هم ټينګار وکړ چې د کرنې رياست بايد په راتلونکي کال کې اصلاح شوي تخمونه پر خپل وخت دوى ته ورکړي.

په ورته وخت کې د مرکز ښرنې بل کروندګر شيخ پژواک ته وويل چې تېر کال د دوى نيالګي او اصلاح شوو تخمونو ښه نتيجه ورنه کړه.

هغه وايي: ((په وخت يې را نه کړل، نو حاصلات يې هم ښه نه وو، نو سږ کال يې بايد پر وخت راکړي.))

د دغه ولايت يو شمېر نورو کروندګرو هم ورته څرګندونې وکړې او ويې ويل چې دغه ستونزه يې بايد هواره شي.

بل لور ته د پکتيکا د کرنې رياست يوه کارکوونکي عبيدالله عيسى هم پژواک ته وويل چې د تېرو کلونو په پرتله سږ کال د دغه ولايت ډېرو کروندګرو د باغونو جوړولو ته مخه کړې ده.

ده وړانديز وکړ چې د کرنې رياست او همکارې ادارې يې بايد پر خپل وخت کروندګرو ته اصلاح شوي تخمونه او نيالګي ووېشي.

بلخوا د پکتيکا د کرنې رياست استازي ضياءالحق پژواک ته ومنله چې په تېرو کلونو کې اصلاح شوي تخمونه او نيالګي پر خپل وخت کروندګرو ته نه دي وېشل شوي.

هغه وويل: ((موږ پلان لرو چې سږ کال د کب مياشتې له ١٥مې وروسته د اصلاح شوو تخمونو او نيالګيو د وېش لړۍ پيل کړو څو ښه حاصل ترې ترلاسه کړو.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version