ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ټرمپ: که له تړونه کومه سرغړونه وشوه، افغانستان ته بېرته ورځو

1 Mar 2020 - 09:55
1 Mar 2020 - 09:55

کابل (پژواک، ١١ کب ٩٨): د امريکا ولسمشر ډونالډ له طالبانو سره د تړون د هرکلي ترڅنګ په ډاګه کړې، که طالبانو کومه تېروتنه وکړه، په ډېره لويه کچه به بېرته خپل ځواکونه افغانستان ته ولېږي.

دا په داسې حال کې ده چې پرون په قطر کې د امريکا او طالبانو ترمنځ (په افغانستان کې د سولې لپاره) تړون لاسليک شو.

د دغه لاسليک له مخې به لومړى بنديان خوشې کېږي، لس ورځې وروسته به بين الافغاني مذاکرات پيلېږي او په ١٤ مياشتو کې به امريکايي ځواکونه له افغانستانه وځي.

هممهاله د امريکا او طالبانو ترمنځ د تړون له لاسليک سره په کابل کې د ناټو سرمنشي او د امريکا دد فاع وزير له ولسمشر غني سره په يوه ګډ خبري کنفرانس کې له افغان ځواکونو سره د خپلو اوږود همکاريو ژمنې تازه کړې.

د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له ياد تړون وروسته په سپينې ماڼۍ کې يوې خبري غونډې ته ويلي چې ډېر ژر به د طالبانو له  مشرانو سره وګوري، خو دا يې نه دي ويلي چې دا ليدنه به چېرته کېږي.

هغه له طالبانو سره موافقه بريالۍ بللې او زياته کړې یې ده چې"طالبان او ټولې خواوې له جګړې ستړې شوې دي. "

ټرمپ په خپلو خبرو کې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني او افغان ولس ته هم د موافقې مبارکي وويله او وې ويل چې په دې اوږدې جګړه کې "ډېر کسان ووژل شول".

نوموړي له افغانستانه د امريکایي سرتېرو د را ايستلو په هکله وویل چې په لومړي سره کې به د عسکرو شمېر شاوخوا اته زره شپږه سوه شي او د نورو په هکله به هم په نږدې راتلونکې کې پرېکړه وشي.

امريکا اوس مهال په افغانستان کې شاوخوا دولس نيم زره سرتېري لري چې د افغانستان امنيتي ځواکونه روزي، سلا مشورې ورته ورکوي او ترهګرۍ ضد عملياتو کې برخه اخلي.

د امريکا ولسمشر دغه راز په خپلو خبرو کې هيله وښوده چې طالبان به په موافقې کې پخپلو ژمنو درېږي، " هغوي به ترهګرو او بد خلک وژني او دا جګړه به روانه ساتي".

خو ټرمپ دا ونه ويل چې طالبان به د ترهګرو پر وړاندې دا جګړه د افغانستان د حکومت سره په ګډه يا په خپلواکه توګه کوي ، خو طالبانو او داعش وسله والو د افغانستان په بېلا بېلو برخو کې جګړې کړي او د يو بل وسله وال يې وژلي دي.

ټرمپ همدرانګه خبرداری ورکړ که کومه غلطي وشوه، امريکايې سرتېرې به بېرته افغانستان ته ستانه شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version