کابل (پژواک، ١٢ کب ٩٨): د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له ولسمشر اشرف غني سره په يوه ټيلېفوني اړيکه کې د سولې پروسې د وروستیو تحولاتو په اړه خبرې وکړې.
له ارګه د کب په ١٢مه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، په دې ټيلېفوني اړيکه چې پرون له ماښام وروسته ترسره شوه، د امريکا ولسمشر د افغانستان د سولې په اړه د وړمې ورځې پر تحول د خوښۍ څرګندولو پر مهال ولسمشر غني ته د خپلې مبارکۍ مراتب څرګند کړل.
ټرمپ زياته کړه چې په افغانستان کې د سولې پروسې د وروستیو ګامونو عملي کولو لپاره د ولسمشر غني پر رهبرۍ او د افغانستان اسلامي جمهوریت د نظام پر ظرفیت باور لري.
دا په داسې حال کې ده چې وړمه ورځ په قطر کې د امريکا او طالبانو ترمنځ (په افغانستان کې د سولې لپاره) تړون لاسليک شو.
د دغه لاسليک له مخې به لومړى بنديان خوشي کېږي، لس ورځې وروسته به بين الافغاني مذاکرات پيلېږي او په ١٤ مياشتو کې به امريکايي ځواکونه له افغانستانه وځي.
هممهاله د امريکا او طالبانو ترمنځ د تړون له لاسليک سره په کابل کې د ناټو سرمنشي او د امريکا دد فاع وزير له ولسمشر غني سره په يوه ګډ خبري کنفرانس کې له افغان ځواکونو سره د خپلو اوږود همکاريو ژمنې تازه کړې.
د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له ياد تړون وروسته په سپينې ماڼۍ کې يوې خبري غونډې ته ويلي چې ډېر ژر به د طالبانو له مشرانو سره وګوري، خو دا يې نه دي ويلي چې دا ليدنه به چېرته کېږي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن