کابل (پژواک، ١٤ کب ٩٨): په افغانستان کې د ناټو او امريکايي ځواکونو عمومي قوماندان وايي چې دوى به له افغان امنيتي ځواکونو دفاع ته دوام ورکوي.
د کابل په ريشخور کې د ځانګړو ځواکونو د عملياتو قول اردو له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ملي دفاع وزارت مرستيال ستر جنرال محمد ياسين ضياء، په افغانستان کې د امريکا او ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر پرون له دې قوماندانۍ ليدنه وکړه.
سرچينې زياته کړې چې دوى له سرتېرو د ملاتړ او د سرتېرو د ورځ په مناسبت مراسمو کې ګډون وکړ، سرتېری او افسران يې وليدل.
د ځانګړو عملياتو د قول اردو قوماندان ډګر جنرال ارکانحرب محمد فريد احمدي د دفاع له وزارت او ناټو مننه وکړه چې تل يې د دوى مرسته او همکاري کړې ده.
د ناټو قوماندان جنرال سکاټ مېلر وويل چې دوى به لکه د تل په څېر د نړيوالو ترهګرو پر ضد مبارزه کې له افغان امنيتي دفاعي ځواکونو ملاتړ وکړي او په دې برخه کې به خپلو همکاريو ته دوام ورکړي.
له يادو مراسمو وروسته له یادو خبريالانو سره د خبرو مهال جنرال سکاټ مېلر ګواښ وکړ چې که طالبان له امريکا سره له هوکړې سرغړونه وکړي، دا هوکړه به له منځه ولاړه شي You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن