کابل (پژواک، ١٥ کب ٩٨): د ناټو سرمنشي جينز سټولټنبرګ وايي، له افغانستان څخه وتلو کې بېړه نه کوي او غواړي تر تړونه وروسته په عملي بڼه د تاوتريخوالى کمولى وګوري.
جينز سټولټنبرګ دغه څرګندونې تېره شپه د کروشيا لومړي وزير انډريج پلينکويک سره په يوه ګډه خبري غونډه کې کړې دي.
هغه زياته کړې چې له انـډريج سره يې د افغانستان پر وروستيو حالاتو په ځانګړې توګه د سولې تاريخي تړون پر لاسليک او له هغه وروستو پر حالاتو خبرې وکړې.
سټولټنبرګ وويل، دې تړون د بين الافغاني مذاکراتو پيلېدو ته لاره هواره کړه ، څو په افغانستان کې دوامدارې سولې ته زمينه برابره شي.
خو نوموړي له طالبانو وغوښتل چې خپلو ژمنو ته درناوى ولري.
د ناټو سرمنشي وايي : (( موږ بايد د تاوتريخوالي کموالى وګورو او د شوي تړون له کمزوري کولو بايد ډډه وشي.))
د هغه په وينا، ناټو د افغانستان امنيت او ثبات ته ژمن دى او د افغان امنيتي او دفاعي ځواکونو مالي او پوځي ملاتړ ته به ادامه ورکوي.
د يوې پوښتنې په ځواب کې د ناټو سرمنشي وويل، که څه هم په قطر کې تړون لاسليک شو، خو اوس هم په افغانستان کې د دوامداره سولې لپاره اوږده او سخته لاره پرته ده .
سټولټنبرګ وايي چې دا دسولې لپاره لومړى اقدام دى، خو پر وړاندې يې ستونزې، سختۍ او ناهيلۍ هم شته دي.
د نوموړي په وينا، ددې تړون تر ټولو ستره لاسته راوړنه داده، چې طالبانو منلې ده، چې له نړيوالو ترهګرو ډلو سره به اړيکې پرې کوي او اجازه به نه ورکوي چې افغانستان به يو ځل بيا د نړيوالو ترهګرو پر مرکز بدل شي.
ده وويل چې ددې تړون له مخې، د تاوتريخوالي کمولو او بين الافغاني مذاکراتو پيلولو پرېکړه شوې، چې دا هم ښې لاسته راوړنې دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن