ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د سوېل ختيځ زون ديني عالمان: له افغان دولت سره جګړه ناروا ده

7 Mar 2020 - 16:17
7 Mar 2020 - 16:17

ګردېز (پژواک، ۱۷ کب ۹۸): د سوېل ختيځ زون پکتيا، خوست، پکتيکا او لوګر ولايتونو ګڼو ديني عالمانو په ګردېز کې په يوه غونډه کې له افغان دولت او امنيتي ځواکونو سره جګړه ناروا وبلله او د جګړې پای ته رسولو لپاره يې پر بين الافغاني خبرو ټينګار وکړ.

دوی وويل چې پر مسلمان تېری حرام دی او پر هر مسلمان ملت لازمه ده چې د ځان، مال او عزت خونديتوب لپاره نظام ولري او ساتنه يې وکړي.

له دې ډلې مولوي عبدالغفور رحيمي وايي د اسلامي تاريخ په هېڅ دور کې د افغانستان د روان ناوړه او غير شرعي حالت په څېر جګړه ييز حالت ندی پېښ شوی او ټول د دې حالت پر سمون مکلف دي.

رحیمي وويل: ((له امريکايانو سره تړون وشو، دلته خو ټول دولت او ملت مسلمانان دي. دا ناروا ده چې له دوی سره جهاد کوه او هغه پرېږده. د پيغمبر اکرم (ص) د امت په تاريخ کې چېرته راغلي چې له کفر سره معاهده او مسلمان وژنه يا جهاد ور سره کوه.))

مفتي عبدالکريم پژواک ته وويل چې روانه جګړه د مسلمانانو د تباهي تر ټولو ستره وسيله ده او د وسله والو مخالفينو پر مشرانو، استازو او ديني عالمانو يې مخنيوی واجب دی.

نوموړي زياته کړه: ((په خلکو کې بهترين هغه څوک دی چې نورو ته يې ګټه ور رسېږي. الله تعالی نيکي کوونکي خوښوي، دا خو بيا خپل مسلمانان دي.))

قاري خواجه الدين حقبيان وويل چې روانه جګړه هېڅ اسلامي او شرعي جواز نه لري او که څوک يې د مخنيوي توان لري او ياده جګړه نه دروي، هر انسان ته په رسيدونکي زيان کې شريک او مسوول دی.

حقبيان وويل: ((ولې دې يو مسلمان بل ته په مورچه کې ناست وي، يو دې هم الله اکبر ناره کوي او بل هم؟ دا کوم دين، کوم اسلام، کومه فتوا او کوم ترتيب و تنظيم دی؟ علمای کرامو پر تاسو مې غږ دی، ټول خطبيان، مدرسين، شيوخ او مفتيان يئ، پر دې ولس رحم وکړئ. د سربازانو په دې قطعو کې چې څوک دي، زما او ستا بچيان او مسلمانان دي.))

بل ديني عالم مولوي عبدالله د وسله والو طالبانو له رهبري او افغان دولته وغوښتل چې په صادقانه ډول د سولې مخامخ خبرې وکړي او له هر ډول تخريبي او مغرضانه کړنو لاس پر سر شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version