ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په هرات کې د مینځلو د توکو او ډېری مېوه جاتو بیې لوړې شوې دي

7 Mar 2020 - 19:09
7 Mar 2020 - 19:09

هرات (پژواک، ۱۷ کب ۹۸): په هرات کې د کرونا ویروس له خپرېدو سره سم په دغه ولایت کې د مینځلو د توکو او ډېری مېوه جاتو بیې بې ساري لوړې شوې دي.

د هرات ښاریان د لېمو، مالټو، کیوي، مڼو او د مینځلو د توکو لکه د لاسو مینځلو مایع، وايټکس او د ميکروب ضد مایع د بیو درې برابره لوړوالي اندېښمن کړي دي.

د هرات ښار یوه اوسېدونکي غلام حضرت نن پژواک خبري اژانس ته وویل چې تېره میاشت یوه کیلو لېمو په ۵۰ افغانۍ؛ خو اوس یې بیه له ۱۶۰ تر ۲۰۰ افغانۍ لوړ شوې ده او د مالټو او کینو بیې هم په همدې ترتیب سره لوړې شوې دي.

هغه زیاته کړه، یوه میاشت مخکې یې د لاسو مینځلو یوه مایع په ۵۰ افغانۍ پېرله؛ خو اوس یې بیه ۲۰۰ افغانۍ ته لوړه شوې ده.

هغه وویل: «له بده مرغه په هرات کې د کرونا له خپرېدو سره د ډېری مېوه جاتو او د مینځونکو توکو بیې لوړې شوې دي؛ خو له بده مرغه څوک ورته رسېدنه نه کوي.»

د هرات یوه بل اوسېدونکي حمیدالله هم د مېوو او مینځلو توکو د بیو لوړوالي ته اندېښنه وښوده او پژواک ته يې وویل: «له بده مرغه ډېری پلورونکي همدغې ورځې ته په تمه وو او د کرونا ناروغۍ له خپراوي سره سم یې بیې لوړې کړې، اوس د یو کیلو لېمو بیه ۲۰۰ افغانۍ ته لوړه شوې او یوه د لاس مینځلو مایع هم په ۵۰ افغانۍ وه چې اوس په ۱۸۰ تر ۲۰۰ افغانۍ پلورل کېږي.»

یوه بل هراتي وحید احمد هم وویل، اوس مهال چې د کرونا ویروس تراوسه ډېر نه دی خپور شوی، د توکو بیې دومره لوړې شوې او که مثبتې پېښې دېرې شي او مسوولان پام ونه کړي، خلک به ان د هېڅ شي د اخيستلو توان ونه لري.

د هرات ښار یو پلورونکی فواد اکرمي د مینځلو توکو او یوشمېر مېوو د بیو لوړوالی مني؛ خو ويې ویل چې د تېرو دوو میاشتو په نسبت، د خوراکي توکو په بیو کې هېڅ بدلون نه دی راغلی.

د نوموړي په خبره، په هرات کې د کرونا ویروس له خپرېدو سره سم، د مینځلو د توکو د هر کارتن بیه ۲۰۰ لوړه شوې ده.

هغه وویل: «له بده مرغه د مینځلو توکو لکه د مکروب ضد او لاسو مینځلو مایع بیې دوه یا درې برابره لوړې شوې او موږ یې له سوداګرو په لوړه بیه اخلو او مجبور یو قېمته یې وپلورو.»

په هرات کې یوه مېوه پلورنکي وکیل احمد هم وویل، د مېوو لکه لېمو، مالټو، کېوي او کيلې بیې لوړې شوې دي.

دى زياتوي: «له دې امله چې یادې مېوې د کرونا ناروغۍ پر وړاندې د انسان بدن ته مقاومت ورکوي، بیې یې لوړې شوې دي او موږ یې هم له واردوونکو څخه په لوړه بیه اخلو.»

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version